تازه خبرونه
امیر خان متقي په بهرنیو چارو کې له قطري مشر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا او ځینو سیمهییزو موضوعاتو په اړه بحث کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي په قطر کې د دې هېواد په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره وکتل او د افغانستان پر وروستي سیاسي او بشري وضعیت یې خبرې وکړې.
د قطري رسنیو د راپورونو له مخې؛ امیر خان متقي او الخلیفي په افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت او ثبات د ښه کولو لپاره د نړیوالو او سیمهییزو هڅو په اړه هم خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، دواړو خواوو د سولې د هڅو د پیاوړتیا او د امنیت او دوامداره پرمختګ لپاره د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ګډې همغږۍ د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا او ځینو سیمهییزو موضوعاتو په اړه بحث کړی دی.
