تازه خبرونه
انس حقاني او محمد یعقوب مجاهد په اماراتو کې له افغانانو سره وکتل
د یکشنبې پر ورځ په عربي متحده اماراتو کې د ملي دفاع وزیر او د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني د اماراتو له رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د امنیت، سیاست، اقتصاد، سوداګرۍ او بشري مسایلو په برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا او ګډې همکارۍ خبرې وکړې.
تېره ورځ ناوخته ملا محمد یعقوب مجاهد، انس حقاني او ورسره مل پلاوي یې په عربي متحده اماراتو کې له یو شمېر مېشتو افغانانو سره وکتل او هغوی یې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول.
مجاهد له افغانانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د عربي متحده اماراتو له لوړپوړیو چارواکو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه کولو او د افغانانو پر وړاندې د شته ننګونو د اواري په اړه خبرې وکړي.
هغه وایي: که د ویزې ستونزه وي، د الوتنو ستونزې وي او یا د بندیانو ستونزه وي؛ مونږ به له اړوند چارواکو سره ووینو. حتا که په افغانستان کې دننه ستونزې وي. د بېلګې په توګه د پاسپورت ستونزې او یا نورې ستونزې. زه به هڅه وکړم، چې له ځنډ پرته دې ستونزو ته له خپل وس سره سم چلند وکړم.
هغه څرګنده کړې؛ مونږ باید له خپل ذهن څخه تبعیض لرې کړو؛ د نوي نسل په ذهنونو کې مونږ باید په یاد ولرو، چې ټول توکمونه د افغانستان اتباع دي او په افغانستان کې حقوق لري.
د مجاهد په وینا، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او دا، چې افغانان باید په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او مونږ ټول باید د هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلو.
د افغانستان د اسلامي امارت جګپوړي غړي انس حقاني، چې په عربي متحده اماراتو کې دی؛ په دوبۍ کې مېشتو افغانانو ته ویلي، چې د اسلامي امارت د سفر موخه د دوی د ستونزو اوارول دي.
هغه وویل: اسلامي امارت پر اوږدمهاله پلانونو کار کوي؛ مونږ د الله په فضل او ملاتړ افغانستان جوړوو.
د هغه په وينا، افغانستان اوس له جګړې راوتلى او په هېواد کې امنيت دى.
په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ویلي چې دغه پلاوی به د اماراتو له مشرتابه سره په یو لړ مسایلو خبرې وکړي.
متحده عربي اماراتو ته د اسلامي امارت د پلاوي له سفر سره هممهاله پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم اماراتو ته تللی او ابوظبي ته د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي توماس ویست د اته ورځني سفر راپورونه هم خپاره شوي دي.
تازه خبرونه
له بشپړ ډاډ پرته به له پاکستان سره سوداګریزې لارې تړلې پاتې وي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ټینګار کړی؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې پاکستان د سیاسي او اقتصادي فشار لپاره غیرقانوني وتړلې، چې “د دواړو خواوو خلکو ته یې پوره زیانونه واړول.”
د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو په اړه خپل رسمي دریځ څرګند کړ او وایي، چې دا لارې به یوازې هغه وخت پرانیستل شي، چې اسلامآباد د سیاسي او اقتصادي فشار د نهکارولو په اړه قوي تضمین وړاندې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ټینګار کړی؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې پاکستان د سیاسي او اقتصادي فشار لپاره غیرقانوني وتړلې، چې “د دواړو خواوو خلکو ته یې پوره زیانونه واړول.”
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: ” دا، چې افغانستان خپلې اساسي اړتیاوې له ډېرو نورو هېوادونو څخه ترلاسه کوي؛ نو اسلامي امارت پرېکړه کړې، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا او د دواړو خواوو د خلکو د هوساینې او د باعزته سوداګرۍ د ترسره کولو لپاره به له پاکستان سره سوداګریزې لارې یوازې هغه وخت پرانیستل شي، چې د پاکستان حکومت بشپړ ډاډ وړاندې کړي.”
نوموړی وایي، چې دا ډاډ او تضمین دې په راتلونکي کې د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه د دغو دروازو د کارولو مخه ونیسي؛ ځکه سوداګري د پاکستان او افغانستان د خلکو مشروع حق دی او باید زیانمنه نشي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې د دې پرېکړې بنسټیزه موخه د سوداګرو د حقونو ساتنه، د ټرانزیټي لارو ثبات او د خلکو له اقتصادي اړتیاوو سره د سیاسي کړنې مخنیوی دی.
ویل کیږي، چې د دې لارو د بیا پرانستلو لپاره هر ګام باید د متقابل احترام او تلپاتې همکارۍ پر بنسټ پورته شي.
تازه خبرونه
پاکستان د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته له خپلو دروازو اجازه ورکړه
اوس د عوایدو فډرالي ادارې (FBR) او د ټرانزیټ عمومي ریاست ته یو رسمي لیک لېږل شوی، چې د ملګرو ملتونو درې ادارو؛ د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، یونیسف او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اړوند توکو ته د چمن او تورخم له لارې د تګ راتګ اجازه ورکوي.
د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د پاکستان حکومت له نږدې دوه میاشتو راپدېخوا په تورخم، غلام خان، خرلاچي، انګور اډې او چمن دروازو کې د صادراتو، وارداتو او افغان ټرانزیټي توکو د ټولو ګمرکي عملیاتو له ځنډ وروسته افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لېږد بهیر ته اجازه ورکړه.
اوس د عوایدو فډرالي ادارې (FBR) او د ټرانزیټ عمومي ریاست ته یو رسمي لیک لېږل شوی، چې د ملګرو ملتونو درې ادارو؛ د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، یونیسف او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اړوند توکو ته د چمن او تورخم له لارې د تګ راتګ اجازه ورکوي.
په لومړي پړاو کې د خوراکي توکو، روغتیایي تجهیزاتو او د ماشومانو د ملاتړ توکو ټولټال ۱۴۳ کانټینرونه به ولېږدول شي:
د خوړو ۶۷ کانټینرونه (WFP)
د ماشومانو اړوند تجهیزاتو او مرستې ۷۴ کانټینرونهUNICEF) ) او
د روغتیا او کورنۍ خدماتو ۲ کانټینرونهUNFPA) ).
چارواکو ویلي، چې دا پرېکړه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلامآباد کې د ملګرو ملتونو د استوګنې له همغږي کوونکي سره ونیول شوه.
د سپارښتنې له مخې؛ د لېږد بهیر به په درې پړاوونو کې ترسره شي: لومړی خواړه، بیا درمل او طبي تجهیزات او ورپسې د تعلیمي خدماتو لپاره اړین توکي.
اوسمهال شاوخوا ۴۹۵ باري لارۍ په چمن او تورخم کې د تېرېدو پر تمه ولاړې دي، چې ۴۱۲ لارۍ په چمن او ۸۳ نورې په تورخم کې بندې دي.
پاکستانيو چارواکو ټینګار کړی؛ د دروازو پړاویزه خلاصېدا به یوازې د بشري توکي لپاره وي، چې د عادي سوداګرۍ د بیا پیل معنا نلري.
پاکستان په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال کې د ټرانزیټ له لارې له ۱.۰۱۲ میلیارډ ډالرو څخه ډېر صادرات ثبت کړي، چې ۴۲ زره ۹۵۹ کانټینرونه رانغاړي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن شتون او حکومتي نظام له پیله د ناکامۍ په حال کې ول – سیګار
په راپور کې راغلي؛ هغه حکومت، چې امریکا رامنځته کړ« د جرمونو یو پراخ شرکت » و.
د افغانستان بیا رغونې ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) د تازه خپور شوی راپور له مخې؛ د امریکا ۲۰ کلنه هڅه، چې په افغانستان کې یې د یو ډیموکراټیک نظام د رامنځته کولو لپاره ترسره کړه؛ په عمل کې د «یو ستر فساد، غلا او د میلیارډونو ډالرو د ضایع کولو» پر دوراني حالت بدله شوه. دا راپور، چې د ډسمبر پر درېیمه خپور شوی؛ د سیګار د ۱۷ کلنې څېړنې پایله ده.
په راپور کې راغلي؛ هغه حکومت، چې امریکا رامنځته کړ« د جرمونو یو پراخ شرکت » و.
سیګار زیاته کړې؛ امریکا ټولټال ۱۴۴.۷ میلیارډ ډالر د افغانستان د بیا رغونې لپاره لګولي، چې کچه یې له دوهیمې نړیوالې جګړې وروسته د «مارشال پلان» له هغې هم زیاتېږي؛ خو دغو پیسو یو داسې حکومت رامنځته کړ، چې د سیګار د سرپرست ژان الویز د څرګندونو له مخې: «اصلاً د اداري فساد او جرمونو یوه تصدي وه.»
د راپور له مخې؛ امریکا د اوږده وخت لپاره د افغانستان په حکومتي ادارو او امنیتي ځواکونو کې پراخ فساد له پامه غورځولی و.
سیګار د فساد، اختلاس او ناوړه ګټې اخیستنې ټولټال ۱۳۲۷ پېښې ثبت کړي، چې په کې ټولټال ۲۹.۲ میلیارډ ډالر ضایع شوي دي.
سیګار وايي؛ میلیونونه ډالر پر هغو الوتکو، ودانیو او پروژو ولګېدل، چې یا ونهکارول شول یا بې کاره پاتې دي.
رشوت، قاچاق او له بښنې برخمنې کړۍ
راپور ښیي، چې امریکایي او افغان قراردادیانو د رشوت، رسمي قراردادونو او اختلاس له لارې میلیارډونه ډالر جیب ته واچول. ان ځینو کسانو ته له امریکایي استخباراتي ادارو سره د کار کولو له کبله “معافیت” ورکړ شوی و.
د بېلګې په توګه یو افغان سوداګر امریکایي ځواکونو ته د تېلو د قاچاق لپاره ۱.۲۵ میلیون ډالر رشوت ورکړی و. په یوه بله پېښه کې یوې امریکایي جوړې له افغانستان څخه د میلیونونو ډالرو عایداتو مالیات نهول ورکړي.
له وتلو وروسته په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو تجهیزاتو پاتېکېدا
د یاد راپور له مخې؛ امریکا د افغان اردو لپاره پر نظامي تجهیزاتو او جوړښتونو ۳۸.۶ میلیارډ ډالر لګولي دي.
د بېلګې په توګه:
- ۹۶ زره پوځي وسایط
- ۴۲۷ زره وسلې
- ۱۶۲ الوتکې
- ۱۷۴۰۰د شپې لید عینکې
د امریکایي ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې د ۷.۱ میلیارډ ډالرو پر ارزښت تجهیزات پاتې شول. سیګار وايي: هغه ودانۍ، چې ویجاړ شوې ندي؛ ” اوس ښایي د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې وي.”
پټول او د همکارۍ نشتوالی
ژان الویز وايي، چې د څېړنې پر مهال سیګار د امریکایي چارواکو له کمې همکارۍ سره مخ شوی او دغه وضعیت د بایدن د حکومت په وخت کې نور هم بد شو: « دوی پوره یو کال له همکاریو ډډه وکړه؛ نه یې خبرې کولې او نه هم همکاري.»
په مرکو کې ان ځینو پخوانیو چارواکو ویلي؛ دوی له کلونو راپدېخوا پوهېدل، چې په افغانستان کې د امریکا پروژه “له ناکامۍ سره مخ ده.”
په شل کلنه جګړه کې زرګونه کسان ووژل شول
د براون پوهنتون «د جګړې لګښتونه » پروژې د څرګندونو له مخې:
- ۲۳۲۰ امریکایي سرتېري
- ۶۹ زره افغان امنیتي ځواکونه او پولیس
- ۴۶ زره ملکي وګړي
د امریکا په ۲۰ کلنه جګړه کې وژل شوي دي.
د سیګار وروستۍ پایله: “د دې جګړې لګښت له پیسو څخه ډېر و”
سیګار ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن شتون نه یوازې د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی، بلکې پر میلیارډونو ډالر یې ضایع او داسې جوړښتونه یې رامنځته کړل، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په څو ورځو کې بشپړ له منځه ولاړل.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د جذام درملنه بیا پیل شوه
-
تازه خبرونه4 days agoایراني ځواکونو ۱۰ افغانانو ته ځاني زیانونه واړول
-
تازه خبرونه5 days agoد پناه غوښتونکو منل به اوږدمهاله وځنډول شي
-
تازه خبرونه3 days agoاسلامي امارت او پاکستان د اوربند پر غځېدا هوکړه وکړه – رویټرز
-
سوداگري4 days agoآریاناافغان او ترکش ایرلاینزهوايي همکاري پراخوي
-
تازه خبرونه4 days agoکابل او دوشنبې پر سرحدي او امنیتي همکاریو هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته له خپلو دروازو اجازه ورکړه
