سیمه ییز خبرونه
اووه اعشاریه یوې درجې زورورې زلزلې د قرغزستان او سینکیانګ پوله ولړزوله
د چین دولتي رسنیو د سې شنبې پر ورځ د قرغزستان – سینکیانګ په سرحدي سیمه کې د رښتر پر کچه له ۷.۱ درجې زورورې زلزلې او د ګڼو کسانو د ټپي کېدو ترڅنګ د کورونو له نړیدو خبر ورکړی دی.
د چين د زلزلې ادارې د معلوماتو له مخې؛ دا زلزله تېره شپه پر ۲:۰۹ دقیقو د چين د شمال لويديځ د سینکیانګ د ووشي ولايت د غرنۍ سرحدي سيمې د ځمکې د ۲۲ کيلومترو په ژوروالي کې رامنځته شوه.
د شينهوا اژانس د خبر له مخې، د زلزلې مرکز د سینکیانګ له ووشي ولایت څخه ۵۰ کيلومتره لرې دی او پېنځه کلي د زلزلې د مرکز په ۲۰ کيلومترۍ کې پراته دي.
د چین د زلزلې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د سهار تر اتو بجو پورې د زلزلې ۴۰ ټکانونه ثبت شوې دي.
د چین ټولنیزو رسنیو د راپورونو له مخې؛ دا زلزله په ارومچي، کورلا، کاشغر، یینینګ او شاوخوا سیمو کې هم احساس شوې ده.
دا له تېرو ٢٤ ساعتونو راپدیخوا د چین په لویدیځ او د قزاقستان شاوخوا کې څو زورورې زلزلې دي، چې رامنځته کیږي.
په نږدې قزاقستان کې، د بېړنیو حالاتو وزارت د رښتر پر کچه د شپږ اعشاریه اووه درجې وروستۍ زلزلې راپور ورکړی دی.
د قزاقستان تر ټولو لوی ښار الماتی کې اوسیدونکي په دې سړه هوا کې له خپلو کورونو تښتیدلي او تر شنه آسمان لاندې راټول شوي؛ خو د کوم زیان راپور ورکړ شوی نهدی.
د زلزلې ټکانونه له دې شاوخوا ۳۰ دقیقې وروسته په ازبکستان کې هم احساس شوي دي.