تازه خبرونه

اوچا افغانانو لپاره د بشري مرستو د کمولو پر پایلو اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د دې بنسټ بودجه یو اعشاریه درې میلیارد دالره کمه شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې په راتلونکي ژمي کې د بودجې کمېدا به په افغانستان کې زیانمنې کورنۍ د لوږې، ناروغۍ او مړینې له خطر سره مخ کړي.

د اوچا د څرګندونو له مخې؛ د بودجې د کمښت له کبله په افغانستان کې د خوراکي توکو د مرستو د ترلاسه کوونکو شمېر له ۱۳ میلیون څخه ۹ میلیون کسانو ته راټیټ شوی دی.

د دې ادارې د بودجې کموالی د دې لامل شوی، چې څه کم دوه میلیون وګړو ته لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کوونکي ۲۶۲ ګرځند روغتیايي مرکزونه وتړل شي.

اوچا څرګنده کړې، چې که پیسې ترلاسه نه‌شي؛ شاوخوا ۲۸۰۰ ښوونځي، چې له ۱۴۱ زره ډېر ماشومان یې تر پوښښ لاندې نیولي، فعالیتونه ودروي.

اوچا دا هم ويلي، چې په دغو ښوونځيو کې له نيمايي ډېر زده‌کوونکي نجونې دي.

د دې بنسټ د څرګندونوله مخې، د معیشیتي ملاتړ ترلاسه کوونکي له ۹ میلیون څخه ۵ میلیون خلکو ته راټیټ شوي دي.

دې ټولنې خبرداری ورکړی، چې که له ژمي مخکې بېړنۍ بودجه ځانګړې نه‌شي، د بودجې د نشتوالي له کبله به د معیشت ځینې مرستې لکه: تغذیه، روغتیا او نور د بودجې د کموالي له کبله بند شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر دا هم ویلي، چې له ۲۱ میلیون افغانانو سره د مرستې لپاره درې اعشاریه دوه  میلیارد دالرو ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version