نړۍ
اوکراین له لویدیځو هېوادو د پوځي تجهیزاتو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون (شنبه د وري ۶ ) له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې اوکراین ته وسلې او پوځي تجهیزات ورکړي.
زیلینسکي له لویديځو هېوادونو وغوښتل، چې له روسيې ونه وېرېږي.
یو شمېر هېوادونو ژمنه کړې، چې اوکراین ته به د ټانک ضد او الوتکې ضد توغندي ولېږي؛ خو اوکراین د ټانک ضد، الوتکې ضد او بېړۍ ضد سیسټمونه غواړي.
د اوکراین ولسمشر په وار وار خبرداری ورکړی، چې که اوکراین سقوط وکړي؛ روسیه به پر نورو اروپايي هېوادونو هم یرغل وکړي.
د اوکراین د ولسمشر دفتر څرګنده کړې؛ زیلینسکي د پولنډ له ولسمشر سره هم خبرې کړې او پدې یې خواشیني ښودلې، چې د روسي جنګي الوتکې یې اوکراین ته لېږدولي ندي.
د زیلینسکي دفتر په ډاګه کړې: د الوتکو په لېږلو کې ځنډ زرګونه اوکراینیان له خطر سره مخ کوي.
د زیلینسکي د څرګندونو له مخې؛ امریکا او پولنډ ویلي، چې دوی به د الوتکو د لېږلو په اړه پرېکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایدن د تېرې جمعې پر ورځ د وري ۵ د ختیځې اروپا پولنډ هېواد ته په خپل سفر کې له امریکايي ځواکونو سره لیدلي دي.
نړۍ
روسیې او اوکراین د اوربند په اړه له سمدستي خبرو اترو سره هوکړه وکړه – ټرمپ
ټرمپ ټروټ پاڼه کې ویلي، چې هغه دا پلان د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او همدارنګه د اروپایي اتحادیې، فرانسې، ایټالیا، جرمني او فنلینډ مشرانو ته د روسیې له مشر سره له خپلې غونډې وروسته په یوه ګډه ټیلیفوني اړیکه کې وړاندې کړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره له خپلې ټیلیفوني اړیکې وروسته ویلي، چې روسیه او اوکراین به سمدلاسه د اوربند لپاره خبرې اترې پیل کړي؛ خو کرملین ویلي، چې دا بهیر به وخت ونیسي.
ټرمپ ټروټ پاڼه کې ویلي، چې هغه دا پلان د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او همدارنګه د اروپایي اتحادیې، فرانسې، ایټالیا، جرمني او فنلینډ مشرانو ته د روسیې له مشر سره له خپلې غونډې وروسته په یوه ګډه ټیلیفوني اړیکه کې وړاندې کړ.
ټرمپ وایي: “روسیه او اوکراین به سمدلاسه د اوربند او تر ټولو مهم د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرې اترې پیل کړي.” هغه وروسته په سپینه ماڼۍ کې زیاته کړه، فکر کوي، چې “یو څه پرمختګ شونی دی.”
پوتین له ټرمپ څخه مننه وکړه، چې د مسکو او کیف ترمنځ یې د مستقیمو خبرو اترو له بیا پیل ملاتړ وکړ. دواړو خواوو تېره اوونۍ په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې اترې وکړې؛ خو د دوشنبې له ټیلیفوني خبرو اترو وروسته هغه یوازې دا ویلي، چې هڅې “په ټوله کې پر سمه لار” روانې دي.
پوتین د تورې بحیرې تفریحي سیمې سوچي ته نږدې خبریالانو ته وویل: “مونږ د امریکا له ولسمشر سره هوکړه کړې، چې روسیه به اوکراین ته د سولې د احتمالي راتلونکي تړون په اړه همکاري وکړي.”
د جرمني لومړي وزیر فریډریش مرتس د دوشنبې پر ورځ ناوخته په پاڼه کې ولیکل، چې اروپايي مشرانو پرېکړه وکړه، چې د بندیزونو له لارې پر روسیه فشار زیات کړي.
ټرمپ پر روسیې د بندیزونو په اړه خبریالانو ته وویل: “ښه! فکر کوم، چې د یو څه ترسره کولو چانس شته او که تاسې دا کار کوئ، شونې ده، چې ورسره وضعیت نور هم خراب کړئ؛ خو کېدی شي هغه وخت راشي، چې دا پېښه شي.”
ټرمپ ویلي، چې “ځینې په ځانځانۍ کې ښکېل دي.” له پرمختګ پرته زه یوازې شاتګ کوم. “دا زما جګړه نده.”
د کرملین مرستیال یوري اوشاکوف ویلي، چې ټرمپ او پوتین د اوربند لپاره د مهالویش په اړه بحث ندی کړی؛ خو د بندیانو په تبادله کې یې د نهه امریکایانو په بدل کې د نهو روسانو د تبادلې په اړه بحث کړی. هغه ویلي، چې د امریکا مشر د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو امکانات “اغېزمن” وبلل.
د روسیې دولتي خبري آژانسونو د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې مسکو او کیف د سولې او اوربند د یادښت د یو ګډ متن د پراختیا لپاره له “پیچلو اړیکو” سره مخ دي.
د ریا خبري سرچینې د هغه د څرګندونو له مخې ویليو چې: ” کوم ځانګړی ضرب الاجل نشه او نه به وي.
د سویډن پخواني لومړي وزیر کارل بیلډټ په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې له ټرمپ سره ټیلیفونې اړیکه ” له شک پرته د پوتین لپاره بریا وه.”
هغه ویلي، چې د روسیې مشر “د بېړني اوربند غوښتنه رد کړه او پرځای یې کولی شي په ورته وخت کې نظامي عملیات روان وساتي.”
له ټرمپ سره له خبرو وروسته زیلینسکي ویلي، چې کیف او د هغه ملګري ممکن د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هڅو د یوې برخې په توګه د اوکراین، روسیې، امریکا، اروپایي اتحادیې هېوادونو او انګلستان ترمنځ د لوړې کچې د غونډې غوښتنه وکړي.
زیلینسکي په ایکس کې ولیکل: “اوکراین له روسیې سره په هر ډول مستقیمو خبرو اترو کې، چې پایلې ولري خبرو ته چمتو دی.”
هغه ویلي، چې دا ناسته د ترکیې، واټیکان یا سویس پر کوربتوب ترسره شي.
ټرمپ ویلي، چې پاپ لیو په واتیکان کې د خبرو اترو کوربتوب ته لېوالتیا ښودلې وه؛ خو واټیکان سمدلاسه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ونه وایه.
د کرملین پیسکوف ویلي، چې مسکو هم د واټیکان له وړاندیز هرکلی وکړ؛ خو د “ممکنه راتلونکو اړیکو” لپاره هېڅ پرېکړه نده شوې.
یو کس، چې د اوکراین او اروپایی مشرانو سره د ټرمپ له ټیلیفوني خبرو خبر دی ویلي، چې ګډونوال “حیران” ول، چې ټرمپ نه غواړي پر پوتین بندیزونه ولګوي.
د ایکس په یوه لیکنه کې د اروپایی کمیسیون مشرې اورسولا فون ډر لاین یوازې څرګنده کړېو چې له ټرمپ سره خبرې اترې “ښې” وې او دا “مهمه د،ه چې امریکا تعامل روان وساتي.”
ویل کیږي، چې که ټرمپ پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي؛ نو دا به د پام وړ شېبه وي، ځکه هغه ورسره خواخوږي ښودلې ده.
نړۍ
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د پروسټاټ پر سرطان اخته شو
د بایډن دفتر د یکشنبې پر ورځ (د غویی اتهویشتمه) په یوه خبرپانه کې څرګنده کړې، چې د جمعې پر ورځ یې د ادرار له لارې د پروسټات سرطان تشخیص شو.

د امریکا د پخوانی ولسمشر جو بايډن دفتر اعلان کړی، چې نوموړی د پروسټاټ پر سرطاني ناروغۍ اخته شوی او اوس يې دا ناروغي هډوکو ته خپره شوې ده.
د بایډن دفتر د یکشنبې پر ورځ (د غویی اتهویشتمه) په یوه خبرپانه کې څرګنده کړې، چې د جمعې پر ورځ یې د ادرار له لارې د پروسټات سرطان تشخیص شو.
د خبرپاڼې له مخې؛ ۸۲ کلن جو بایډن او د هغه کورنۍ له ډاکټرانو سره د درملنې پر غوراویو بحث کوي.
د امریکا پخواني ولسمشر د دفتر د خبرپاڼې له مخې: “که څه هم دا د سرطان یو خپرېدونکی ډول دی. داسې ښکاري، چې دا د هورمون غبرګون لري او د اغېزمن مدیریت لپاره اجازه ورکوي.”
د خبرپاڼې له مخې، د جو بایډن سرطان د ګلیسن نهم پړاو (پېنځم ګروپ) دی او هډوکي ته خپور شوی دی.
د دې خبر له خپرېدو وروسته پراخ غبرګونونه او د خواخوږۍ د ملاتړ پیغامونه راوپارول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروټ ټولنیزې پاڼه کې ولیکل: “زه او میلانیا د جو بایډن د وروستي روغتیايي تشخیص له اوریدو ډېر خواشیني شوو.”
ټرمپ زیاته کړې: “مونږ جیل او د هغې کورنۍ ته خپلې صادقانه او نیکې هیلې وړاندې کوو او مونږ د جو د چټکې او بریالۍ روغتیا هیله من یوو.”
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اوسني وزیر مارکو روبیو هم په ایکس پانه کې لیکلي: “زه او ژانټ په دې سخت وخت کې د بایډن کورنۍ لپاره دعا کوو.”
د جو بایډن مرستیالې ولسمشرې کامالا هریس هم د دې خبر له اورېدو سره خپله خواشیني څرګنده کړه او لیکي: “زه پوهیږم، چې هغه به له دې ننګونې سره په هغه ځواک، زغم او خوشبینۍ، چې تل یې د هغه ژوند او مشرتابه تعریف کړې؛ مخ شي.”
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم په یوه پیغام کې لیکلي: “زه او میشل د بایډن ټولې کورنۍ په اړه فکر کوو. “هیچا د جو [بایډن] پر پرتله د سرطان د ټولو بڼو د درملنې لپاره هڅې ندي کړي او زه ډاډه یم، چې هغه به له دې ننګونې سره پخپل عادي هوډ او فضل مبارزه وکړي.”
په ۲۰۲۲ کال کې جو بایډن د سرطان د څېړلو پروګرام پیل کړ. داسې پروګرام، چې هغه پخپله د بارک اوباما د ادارې پرمهال تعقیباوهږ هڅه یې کوله، چې په راتلونکو ۲۵ کلونو کې د سرطان له کبله مړینې لږترلږه ۵۰ سلنه راکمې کړي.
د امریکا پخواني ولسمشر بل کلنټن او همدارنګه د امریکا پخوانۍ بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن هم د جو بایډن او د هغه د کورنۍ لپاره د خپلې خواخوږۍ او ملاتړ په اړه پیغامونه خپاره کړي دي.
یو شمېر نورو شخصیتونو هم د دې خبر په اړه د ملاتړ پیغامونه خپاره کړي دي.
جو بایډن، چې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې د امریکا ولسمشر و؛ د تېر جولای په میاشت کې له ډونالډ ټرمپ سره د یوې مناظرې پر مهال د هغه د کمزورې هڅې څخه یوازې څو اوونۍ وروسته د ټاکنو لپاره خپله هڅه پای ته ورسوله.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د جو بایډن فزیکي روغتیا او ذهني وړتیا حتا له مناظرې مخکې د رسنیو پاملرنه رااړولې وه.
جو بایډن د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې تر ټولو زوړ کس و، چې د ولسمشرۍ ټاکنې یې وګټلې.
ټرمپ، چې اوس ۷۸ کلن دی، د تېر کال په ټاکنو کې دا ریکارډ مات کړ.
د یادونې ده، چې د بایډن زوی بو بایډن په ۲۰۱۵ کال کې د مغزو د سرطان له کبله مړ شوی و.
نړۍ
پوتین او ټرمپ په استانبول کې د اوکراین د سولې له وړاندیز شویو خبرو ډډه وکړه
پوتین د یکشنبې پر ورځ په استانبول کې له اوکراین سره د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز “پرته له کوم مخکیني شرط څخه” وکړ. د چارشنبې پر ورځ ناوخته کریملین اعلان وکړ، چې په پلاوي کې به د ولسمشر سلاکار ولادمیر میدینسکي او د دفاع مرستیال وزیر الکساندر فومین برخه ولري؛ خو د پوتین نوم په نوملړ کې نهو.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې دواړه مشران به د مسکو او کیف ترمنځ د سولې په لومړیو مستقیمو خبرو اترو کې برخه وانخلي او کریملین به ورته د تجربه لرونکو ټکنوکراټانو یوه ډله واستوي.
پوتین د یکشنبې پر ورځ په استانبول کې له اوکراین سره د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز “پرته له کوم مخکیني شرط څخه” وکړ. د چارشنبې پر ورځ ناوخته کریملین اعلان وکړ، چې په پلاوي کې به د ولسمشر سلاکار ولادمیر میدینسکي او د دفاع مرستیال وزیر الکساندر فومین برخه ولري؛ خو د پوتین نوم په نوملړ کې نهو.
د کرملین پلاوي له اعلان وروسته یوه امریکایي چارواکي هم وویل: ټرمپ، چې د منځني ختیځ درې هېوادونو ته پر سفر وتلی دی؛ په دې خبرو اترو کې ګډون ونکړي.
د امریکا ولسمشر له دې مخکې ویلي وه، چې هغه په دې خبرو اترو کې د ګډون پر غوراوي غور کوي.
که څه هم پوتین هیڅکله خپل حضوري شتون ندی تائید کړی؛ خو د روسیې او امریکا د ولسمشرانو نه شتون د هغې جګړې په اړه د لوی پرمختګ تمې کموي، چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پیل کړې ده.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي پوتین ته ننګونه کړې وه، چې “که هغه نهوېریږي” په خبرو اترو کې دې برخه واخلي. له دې سره به معلومه شی، چې څوک ډېره سوله غواړي؛ اوکراین که روسیه.
که څه هم د کیف ولسمشر د چارشنبې پر ورځ ناوخته ترکیې ته روان و؛ خو یوه اوکرایني چارواکي وویل؛ هغه به یوازې هغه وخت د خبرو برخوال شي، چې پوتین په کې ګډون وکړي.
د چارشنبې پر ورځ په خپل ماښامني ویډیويي وینا کې زیلینسکي وویل، چې اوکراین به د پوتین د ګډون له څرګندیدو وروسته په ترکیه کې د سولې خبرو اترو لپاره د خپلو ګامونو په اړه پرېکړه وکړي.
زیلینسکي وایي: “د دې جګړې په اړه د ټولو پوښتنو ځوابونه – ولې پیل شول او ولې روان دي؛ دا ټول ځوابونه په مسکو کې دي. د جګړې د پای ته رسېدو څرنګوالی له نړۍ سره تړلی دی.”
په دې راپور کې راغلي، چې ټرمپ غواړي دواړه خواوې له دوهیمې نړیوالې جګړې راپدېخوا د اروپا د تر ټولو لویې ځمکنۍ جګړې د درولو لپاره د ۳۰ ورځو اوربند لاسلیک کړي؛ خو د روسیې یوه قانون جوړونکي د چارشنبې پر ورځ وویل، چې ممکن د جنګي بندیانو د لویې تبادلې په اړه هم بحثونه وشي.
زیلینسکي د ۳۰ ورځني سمدستي اوربند ملاتړ کوي؛ خو پوتین ویلي، چې لومړی غواړي د داسې اوربند د جزئیاتو په اړه خبرې اترې پیل کړي.
ټرمپ، چې د سولې د یوې هوکړې پر لور د روسیې او اوکراین د هڅو له کبله په زیاتېدونکي توګه مایوسه شوی غواړي پوه شي که مسکو دا پروسه خنډول غواړي؛ نو هغه به یې پر وړاندې ثانوي بندیزونه په پام کې ونیسي.
-
تازه خبرونه5 days ago
په نږدې راتلونکي کې به د مرکزي او جنوبي آسیا د نښلولو په اړه د ترمذ خبرې لومړۍ ناسته ترسره شي
-
نړۍ1 day ago
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د پروسټاټ پر سرطان اخته شو
-
تازه خبرونه5 days ago
پاکستان یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي
-
تازه خبرونه2 days ago
د تاجکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days ago
د تاتارستان یو پلاوی به کابل ته راشي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ټرمپ د سولې په اړه په خبرو کې دروغ وایي- د ایران رهبر
-
روغتيا5 days ago
د افغانستان په روغتونونو کې د رواني روغتیا خدماتو نشتوالی د اندېښنې وړ دي
-
روغتيا23 hours ago
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د میندو د مړینې د کچې په اړه د UNFPA راپور رد کړ