سوداگري
ايرالعربيه هوايي شرکت کابل ته الوتنې پيل کړې
(Last Updated On: مرغومی ۲۰, ۱۴۰۲)
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې نن چارشنبه د مرغومي شلمه ايرالعربيه هوايي شرکت کابل نړيوال هوايي ډګر ته لومړۍ الوتنه ترسره کړه.
دغه هوايي شرکت به له دې وروسته په نورمال ډول د شارجې او کابل ترمنځ په ورځ کې یوه الوتنه کوي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ له دې الړتنې سره به مسافرو ته نورې اسانتياوې هم رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت مخکې فلاى دوبۍ هوايي شرکت هم کابل ته الوتنې پيل کړې وې.