Connect with us

لوبی

اټک‌انرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخ‌پوشان‌خوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه

خپور شوی

د

د افغانستان اتلانو لیګ په نهمه سیالۍ کې د چارشنبې پر ورځ ( د غویی پېنځمه) اټک‌انرژۍ اف‌سي لوبډلې سرخ‌پوشان‌خوافي ته یو د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

حسیب احدي د اټک‌انرژۍ غوره لوبغاړی شو او د لوبډلې لپاره یې ګټونکی ګول وواهه.

دغه راز د دې سیالیو په لسمې لوبه کې استتقلال‌ کابل بریالی شو، چې موج ساحل ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړي.

په دې لوبه کې شاداب ملکزاده  غوره لوبغاړی ونومول شو.

د پنجشنبې پر ورځ ( د غویی شپږمه ) یوه نیمه بجه د افغانستان اتلانو لیګ د درېیم پړاو په یوولسمه سیالۍ کې  خدیم اف‌سي د میوند اف‌سي پر وړاندې لوبیږي او دغه راز په همدې ورځ درې نیمې بجې د دې سیالیو دولسمه لوبه د جوانان واحدي او عدالت فراه لوبډلو تر منځ پیلیږي.

د یادونې ده، چې دا سیالۍ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

لوبی

په فوټسال غوره لیک کې اتحاد زیتون او صداقت جوانان میهن ته ماتې ورکړه

د فوټسال مینه‌وال کولی شي ټولې دغه لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

Published

on

په افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو کې د پنجشنبې پر ورځ دوه پر زړه پورې سیالۍ ترسره شوط دي.

د دې سیالیو په څلورشپېتمه لوبه کې اتحاد اف‌سي د زیتون اف‌سي پر وړاندې ۴ پر صفر بریالۍ لوبه ترسره کړه.

په پېنځه‌شپېتمه لوبه کې صداقت لوبډلې د جوانان میهن پر وړاندې ۱۰ پر ۱ ۱ بریا ترلاسه کړه.

د جمعې د ورځې مهالوېش:

– امید اف‌سي د آریا فورج پر وړاندې له غرمې وروسته ۳:۳۰ او پیروزي پنجشېر د نورزاد لوبډلې پر وړاندې مازیګر ۵:۴۵ .

د فوټسال مینه‌وال کولی شي ټولې دغه لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

Continue Reading

لوبی

په افغانستان فوټسال غوره لیګ کې صداقت او نورزاد لوبډلو سیالۍ وګټلې

مینه‌وال کولی شي دا سیالۍ په آریانا ټلویزیون ATN کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وګوري.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۵, ۱۴۰۴

په افغانستان فوټسال غوره لیګ کې د سې‌شنبې پر ورځ دوه لوبډلو بریالۍ سیالۍ ترسره کړې؛ په شپېتمه لوبه کې صداقت اف‌سي زیتون لوبدلې ته ۲ بر ۱ زړه‌راکښونکې ماتې ورکړه او یوښپېتمه لوبه نورزاد لوبډلې له آریا فورج څخه ۲ د ۱ پر توپیر وګتله.

د چارشنبې پر ورځ به پیروزي پنجشېر د ظاهر اسد اف‌سي پر وړاندې له غرمې وروسته ۳:۳۰ ولوبیږي او امید لوبډله له دیار سنايي سره د مازیګر پر ۵:۴۵ لوبه وکړي.

مینه‌وال کولی شي دا سیالۍ په آریانا ټلویزیون ATN کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وګوري.

Continue Reading

لوبی

امید فوټسال لوبډله له جوانان میهن سره مساوی او اتحاد ۳ پر ۱ پیروزي پنجشېر وګاټه

په اته‌پنځوسمه لوبه کې امید او جوانان میهن لوبډلې یوه د لیدو وړ لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورساوه. سره له دې، چې ګټونکی یې نه درلود؛ خو لوبه د تخنیکي او سپورټي لېوالتیا له کبله ډېره لیدونکې وه، چې لیدونکي یې تر وروستۍ شېبې پورې بوخت وساتل.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۴, ۱۴۰۴

د افغانستان فوټسال غوره لیګ د دوشنبې پر ورځ په کابل کې اته‌پنځوسمه او نهه‌پنځوسمه زړه‌راکښونکې دوه سیالۍ تر سره کړې.

په اته‌پنځوسمه لوبه کې امید او جوانان میهن لوبډلې یوه د لیدو وړ لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورساوه. سره له دې، چې ګټونکی یې نه درلود؛ خو لوبه د تخنیکي او سپورټي لېوالتیا له کبله ډېره لیدونکې وه، چې لیدونکي یې تر وروستۍ شېبې پورې بوخت وساتل.

په نهه‌پنځوسمه لوبه کې اتحاد لوبډلې وکولی شول، چې پیروزي پنجشېر اف‌سي ته د ۳ د ۱ پر توپیر ماتې ورکړي.

دې بریا اتحاد ته درې ارزښتناکې نمرې پر بخه کړې او د سیالۍ په جدول کې یې د لوبډلې ځای لوړ کړ.

د سې‌شنبې د لوبې مهالوېش:

صادقت د زیتون پر وړاندې ماسبښین مهال ۳:۳۰

 دغه راز نورزاد د آریا فورج پر وړاندې د مازیګر ۵:۴۵

د سیالیو مینه‌وال کولی شي دا سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون ATN څخه وګوري.

دا ژوندۍ خپرونه د کورنیو لوبو د ودې او د هېواد له فوټسال استعدادونو څخه د ملاتړ لپاره یو اړین ګام ګڼل کیږي.

لکه څنګه، چې د لیګ اړین پړاوونه نږدې کیږي؛ سیالي رالندیږي او هره لوبه کولی شي د لوبډلو برخه‌لیک بدل کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!