تازه خبرونه
د مزارشریف د روضې د بیارغونې بېړنی پروګرام پیل شو
د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.
د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت څرګنده کړې، چې دې هېواد د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي ادارې(یونسکو) پر همکارۍ د مزارشریف ښار د روضې جومات د ژغورنې او بیارغونې بېړنی پروګرام پیل کړی، چې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمن شوی دی.
د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.
د یاد سفارت د څرګندونو له مخې، دا پروژه د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د دې هېواد د تاریخي او فرهنګي آثارو د ژغورنې لپاره د ایټالیا او ملګرو ملتونو د ګډې ژمنې څرګندونه کوي.
د مزارشریف د روضې جومات د افغانستان له مشهورو تاریخي او مذهبي ودانیو څخه دی او هر کال د کورنیو او بهرنیو زرګونو زیارتکوونکو او سیلانیانو کوربه وي.