تازه خبرونه
ایران، سعودي عربستان او قطر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو هڅې پیل کړې
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له دولتي ټلویزیون سره په ژوندۍ مرکه کې ویلي: “زمونږ دریځ روښانه دی؛ دواړه خواوې باید زغم وکاروي، ځکه د کابل او اسلامآباد ترمنځ ثبات د سیمې له ثبات سره مرسته کوي.”
د یکشنبې پر ورځ( د تلې شلمه ) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو له زیاتېدو سره درې مهمو سیمهییز هېوادونو؛ ایران، سعودي عربستان او قطر له دواړو خواوو وغوښتل، چې له زغمه کارواخلي او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له دولتي ټلویزیون سره په ژوندۍ مرکه کې ویلي: “زمونږ دریځ روښانه دی؛ دواړه خواوې باید زغم وکاروي، ځکه د کابل او اسلامآباد ترمنځ ثبات د سیمې له ثبات سره مرسته کوي.”
دغه راز د قطر بهرنیو چارو وزارت د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د جګړې دوام کولی شي د سویلي او مرکزي آسیا امنیت له خطر سره مخ کړي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې: “دواړه خواوې باید خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړي، د تاوتریخوالي د زیاتېدا مخه ونیسي او د کړکېچ کمولو لپاره کار وکړي.”
سعودي عربستان له دواړو هېوادونو وغوښتل، چې د شخړو د زیاتېد د مخنیوي لپاره “زغم او خبرو اترو” څخه کار واخلي.
د سعودي بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې ریاض د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د ټولو سیمهییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي او د “پاکستان او افغانستان د وروڼو ملتونو” لپاره امنیت او سوکالي غواړي.
دا ډیپلوماټیک دریځونه په داسې حال کې راپورته شوي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د شخړو د زیاتېدا راپورونه ورکړ شوي دي.
