سوداگري
ایران افغانستان ته د تېلو او ګاز د لېږد اجازه ورکړه

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي د شنبې پر ورځ ټویټ کړی، چې ایران افغانستان ته د تېلو او ګاز د لېږد درې میاشتنۍ اجازه ورکړې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ دا کار د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو له غوښتنې وروسته شوی، چې د ژمي په موسم کې د افغانانو د تېلو او ګاز اړتیاوې پوره کړي.
هغه وایي؛ په ژمي کې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو په خاطر او همدارنګه د ایران اسلامي جمهوریت د افغان چارواکو په غوښتنه د ایران له خاورې افغانستان ته د تېرلو او ګاز د لیږد اجازه د درې میاشتو لپاره ورکړ شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د اسلامي امارت د کابینې غونډې پرېکړه کړې، چې یو پلاوی به د خلکو د تېلو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې وکړي.
سوداگري
افغانستان له روسیې څخه د یو میلیون بېرله اومه تېلو د پېرودلو هڅه کوي

روسي رسنیو په ډاګه کړې، چې کابل غواړي له روسیې څخه یو میلیون بېرله خام تیل واخلي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دوشنبې پر ورځ ( د زمري ۲۴ ) د روسي یوې رسنۍ ته ویلي، چې افغانستان غواړي له روسیې تېل وارد کړي.
عزيزي څرګنده کړې: مونږ روسيې ته د يو ميليون بېرلو د پېرودلو وړانديز کړى؛ خو که له دې ډېر هم وي، کومه ستونزه نشته.
نوموړي دغه راز يادونه کړې، چې افغانستان د تبادلې له لارې د روسيې د تېلو د رسولو په برخه کې يوې هوکړې ته لیوال دى.
هغه وایي: زمونږ لپاره تر ټولو مهمه خبره به د تېلو او ګازو پروژه وي. مونږ غواړو د راکړې ورکړې د سوداګرۍ پر اختیار هم غور وکړو، پدې شرط، چې روسیه هم د افغانستان محصولاتو ته اړتیا ولري.
روسي رسنیو ویلي، د نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان یو رسمي سوداګریز پلاوی دا مهال په مسکو کې دی. په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف رسنیو ته ویلي، چې دواړه لوري به د اومه یا خامو تېلو، غلې دانې او د چمن د تېلو پر عرضې خبرې وکړي.
درې ورځې کېږي، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د چارسمبالي پر مشرۍ یو پلاوی له روسي چارواکو سره د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې او بحث کوي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت تر اوسه ندي ویلي، چې افغان پلاوی له روسي لوري سره کومې هوکړې ته رسېدلی؛ خو چارواکو هیله څرګنده کړې، چې د افغان پلاوي له راتګ سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، له روسیې سره د ګازو، تېلو او خامو موادو د پېرلو په اړه خبرې کوي.
که څه هم روسیې تر اوسه د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ خو له کابل سره نږدې اړیکې لري.
سوداگري
د افغانستان ریلپټلۍ په وړاندیز شوې لار کې کومه تخنیکي ستونزه نده موندلې

د افغانستان ریلپټلۍ لومړنۍ ساحوي سروې ښيي؛ د ۷۸۰ کیلومتره ریل پټلۍ لپاره په وړاندیز شوې لار کې، چې ازبکستان به له کابل، جلال آباد، تورخم، پېښور او پاکستان سره ونښلوي؛ کومه تخنیکي ستونزه نده موندلې.
وړاندیز شوې ریلپټلۍ د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ګډ نوښت دی، چې موخه یې د سیمه ییزې نښلېدا او سوداګرۍ وده ده.
د Railway Gazette International د راپور له مخې؛ له دې سره به د پاکستان سمندري بندرونو ته د مرکزي آسیا د لاسرسي زمینه هم برابره شي او پاکستان به د افغانستان له لارې مرکزي آسیا سره ونښلول شي.
په لنډمهاله بڼه د دغې ریلپټلۍ ټول لګښت ۵ میلیارد دالر اټکل شوی دی.
د ازبکستان، حيرتان او مزارشريف د اوسنۍ ریلپټلۍ سروې د نايب آباد په اړوند سیمه کې د جولای پر ۲۷ د درې هېوادونو د ګډې تخنيکي ډلې لخوا پيل شوه او د اګست پر ۱۰ له پاکستان سره پهر پوله تورخم کې بشپړه شوه.
د یادې سرچینې د راپور له مخې؛ ګډه ډله به د دغو هېوادونو چارواکو ته د نورو تخنیکي او اقتصادي امکاناتو او مطالعاتو لپاره وروستي سمونونه رامنځته کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د درې اړخیزې تخنیکي ډلې غړیو دغه سروې بریالۍ وبلله او د افغان حکومت له لوري یې د ترسره شویو تدابیرو او د اورګاډي پټلۍ د ادارې له مسلکي چلند څخه خوښي څرګنده کړه.
بخت الرحمن شرافت، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د ARA مشر شو؛ څرګنده کړه، چې د ریلپټلۍ پروژه به د افغانستان اقتصادي پرمختګ او امنیت هم تضمین کړي.
تاریخ، اقتصاد او شخړه په دې معنا ده، چې اوسمهال له مرکزي آسیا سره د افغانستان ريلپټلۍ په دوه لنډو ۱۵۲۰ ملي متر ګیج کې له ترکمنستان څخه او له ازبکستان څخه تر مزارشریفه ۷۵ کیلومتره کرښې پورې محدوده ده.
د ۲۰۲۰ په دسمبر کې د ایران له خواف څخه هرات ته ۱۴۳۵ ملي متره ګیج لین تر روزنکه پرانستل شو، چې تېر کال خراب شوی او ترمیم ته اړتیا لري.
سوداگري
امریکا د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ آزادول بیا وځنډول

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ له هغې وروسته، چې په کابل کې یې پر الظواهري برید وکړ، نو دې مسئلې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادولو منفي اغېز وکړ.
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي امریکايي رسنیو ته ویلي، چې د دوحې له هوکړې څخه د سرغړونې له کبله یې د افغانستان د شتمنیو د آزادولو پرېکړه ځنډولې او د مګړی به پر دې مسئله بحث نکیږي.
د امریکا حکومت له دې مخکې ویلي وه، چې د دې شتمنیو د نیمایي برخې پر خوشې کولو غور کوي، چې له افغان ولس سره د مرستې لپاره کار ترې واخیستل شي.
امریکایي چارواکي زیاتوي، سپینې ماڼۍ پدې کار کاوه، چې دا ۳.۵ میلیارد دالر د اعتماد وړ ځانګړې وجهي صندوق ته واچول شي، څو له یوې خوا افغانستان ته د بشري مرستو لپاره پیسې ورکړ شي او له بلې خوا یو شمېر یې د افغانستان بانک ته ورسېږي؛ خو پدې شرط، چې اسلامي امارت ډاډ ورکړي؛ چې دا پیسې په کومه برخه کې لګوي.
د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د اوس لپاره دا دواړه انتخابونه په لومړیتوب کې ندي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د وال ستریت ژورنال په ورځپاڼې کې دې راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو لپاره د ځانګړي وجهي صندوق د جوړېدو په برخې کې له نړیوالو شریکانو سره په ګډه کار کولو کې ډېر پرمختګ وشو؛ خو د اسلامي امارت لخوا د دوحې له تړونه د ښکاره سرغړونې څرګندېدنه له دې ډلې ( اسلامي امارت) سره زمونږ تعامل له خنډ سره مخ شو.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست هم، چې څو ځله یې د دغو کنګل شویو پیسو او نورو موضوعاتو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره مخامخ خبرې کړي؛ د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې ته یې څرګنده کړې؛ امریکا د اوس لپاره د افغانستان بانک ته د دې شتمنې ورسپارل لومړيتوب نه بولي.
بل لوري ته بیا د اسلامي امارت مشرتابه له نړیوالې ټولنې څخه د متوازنو اړیکو د رامنځته کولو غوښتنه لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ اسلامي امارت ټولې هغه ژمنې عملي کړي، چې د سیمي او نړۍ له هېوادونو سره یې کړې وې. اسلامي امارت له نړیوالو غواړي، چې په افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې او له اسلامي امارت سره د اړیکو پر پراختیا راوڅرخي.
اسلامي امارت له نړیوالي ټولني غوښتنه کړې، چې پر دوی لګېدلي بندیزونه لرې کړي او د دوه اړخیز اړیکو پر بنسټ دې ګامونه واخلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ویلي: مونږ د سیمې او ګاونډ هېوادونو په ګډون ټولې نړي ته ډاډ ورکوو، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد نه استعما لیږي. له سیمې او ګاونډ هېوادونو سره مو سوداګریزې اړیکې او اقتصادي بهیر روان ساتلی او نړۍ دې هم له افغانستان سره د تقابل پر ځای له تعامل کار واخلي؛ تحریمونه دې لرې کړي، ستونزې دې نه جوړوي او منفي نشرات دې نکوي. که ستونزې پراخه شي نه یوازې به د نړۍ رنګه بده شي، بلکې کرکه به ترې رامنځته شي. دوی باید له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا هڅه وکړي.
د خصوصي سکتور غړي هم له امریکا غواړي، چې د افغانستان بانک پانګه دې آزاده کړي.
دوی وايي، د دې پانګې بندول افغانستان نور هم د اقتصادي بحران خواته بیايي او دا به په افغانستان کې اقتصادي ناورین نور هم ژور کړي. دوی له نړۍ او امریکا غواړي، چې له افغانستان سره د تقابل پر ځای د تعاملي سیاست لاره غوره کړي.
د صنایعو او کانونو خونې عمومي مشر شېرباز کمین زاده وایي: مونږ ګورو، چې دلته اوس هم نړۍ بېلا بېل رقابتونه او منفي فعالیتونه کوي. دوی دې له افغانستان سره له تعامل کار واخلي او د افغانستان بندې شوې پیسې دې آزادې کړي، چې د افغانانو ستونزې اوارې شي او اقتصادي نظام منظم شي.
بل لور ته اقتصادي کارپوهان هم د امریکا پر وروستي اقدام اندېښنه څرګندوي او زیاتوي، چې که د افغانستان کنګل شوې پانګه آزاده نشي؛ نو ښايي افغانستان نور هم له ژورو اقتصادي کړکېچونو سره مخ شي. د دوی په خبره امریکا باید د افغانستان اقتصادي ستونزو د حل لپاره کنګل شوې پانګه آزاده کړي.
اقتصادي شنونکی سید مسعود وایي: د افغانستان اسلامي امارت په ګډون د افغانستان د ګنګل شويو پیسو د آزدولو لپاره چین، روس او د سیمي یو شمېر نورو هېوادونو هم له امریکا څخه د دې پیسو د آزادولو غوښتنه کړې ده؛ خو فکر کوم، چې د امریکا حکومت د دې پیسو د آزادولو لپاره کوم جدي پروګرام نلري. په داسې حال کې، چې افغانستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
دا، چې د دې پیسو له نه خوشې کېدو سره به د افغانستان ولس او د افغانستان بانک له کومو ستونزو سره مخ شي.
د افغانستان بانک مسوولینو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
-
تازه خبرونه3 days ago
په پروان ولایت کې سېلابونو لسګونه کسان مړه او بې درکه کړل
-
نړۍ5 days ago
د شیطاني آیاتونو کتاب لیکوال سلمان رشدي په نیویارک کې ټپي شو
-
تازه خبرونه5 days ago
امریکا له افغانانو سره ۱۵۰ میلیون دالر مرسته کوي
-
تازه خبرونه4 days ago
امریکا دې د افغانستان بانک کنګل شوې زیرمه آزاده کړي – چین
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان په ۷ ولایتونو کې سېلابونو ۱۳ کسان مړه کړي
-
لوبی4 days ago
د قطر فوتبال نړیوال جام د پیل وخت یوه ورځ رامخکې شو
-
کوید۱۹5 days ago
په هند کې د کرونا نږدې ۱۶۰۰۰ نوې او ۶۸ د مړېنې پېښې ثبت شوي
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days ago
ماسک د تسلا شرکت ۷ میلیارد دالرو ونډه وپلورله