Connect with us

تازه خبرونه

ایران افغانستان ته د دوغارون له لارې د یو میلیارد دالرو له ارزښته ډېر صادرات لري

خپور شوی

د

ایران په تېرو شپږ میاشتو کې د دوغان د ځانګړي اقتصادي زون له لارې افغانستان ته د یو میلیارد دالرو له  ارزښته دېر توکي صادر کړي دي

د ایران ایرنا خبري سرچینې څرګنده کړې، چې د روان کال د مارچ له ۲۰ افغانستان ته د ایران د صادراتو په ارزښت کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳۳ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د دوغارون اقتصادي زون مشر محمد رستمي ویلي، چې زرګونه لارۍ توکي د ایران له دوغارونه د هرات ولایت له لارې افغانستان ته وړل شوي دي.

هغه ویلي، چې ساختماني  او خوراکي توکي هغه صادرات دي، چې د دوغارون د اقتصادي زون له لارې افغانستان ته لیږدول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان ایران ته د دوه نیم میلیون دالرو پر ارزښت توکي صادر کړي دي.

تازه خبرونه

اسلامي امارت له قزاقستان څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

په قزاقستان کې د افغانستان سفارت وایي، دواړو لورو د کابل او آستانې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

Published

on

په قزاقستان کې د اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي محمد‌الرحمن د افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره په لیدنه کې د روسیې له‌خوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو له وروستۍ هڅې هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې قزاقستان هم پدې برخه کې خپل ګامونه پورته کړي.

په قزاقستان کې د افغانستان سفارت وایي، دواړو لورو د کابل او آستانې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

قزاقي دیپلومات د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د اسلامي امارت ډیپلومات هیله څرګنده کړه، چې قزاقستان به د روسیې په څیر د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت وپېژني.

په قزاقستان کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: “په دې لیدنه کې محمد‌الرحمن د اسلامي امارت د بهرني سیاست، په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، د کډوالو د وضعیت، وروستیو سیلابونو او د کارموندنې د ستونزو په اړه معلومات ورکړل. “

” نوموړي د روسیې له‌خوا د اسلامي امارت له رسمیت پېژندلو هرکلی وکړ او د قزاقستان له‌خوا یې د ورته اقدام هیله څرګنده کړه.”

 بل لور ته، د قزاقستان ځانګړي استازي د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې هېواد به یې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې همکاري وکړي.

د اسلامي امارت چارواکي هڅه کوي، چې د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پراخولو او د اقتصادي فرصتونو پر برابرولو د افغانستان لپاره لا ډېر ډیپلوماټیک ملاتړ راجلب کړي.

د ویلو ده، چې قزاقستان له افغانستان سره په بېلابېلو او په ځانګړي توګه اقتصادي برخه کې همکاري کړې او ښې اړیکې یې پاللې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر په کابل کې له ایراني پلاوي سره وکتل

مولوي عبدالکبیر له اسرائیلو سره په جګړه کې د ایراني چارواکو د شهادت د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ په تېرو څو لسیزو کې ایران د میلیونونو افغانانو کوربتوب کړی او نه باید، چې د کډوالو موضوع د دواړو ملتونو تر منځ د اړیکو د خرابېدو سبب شي.

Published

on

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي مولوي عبدالکبیر له یوه ایراني پلاوي سره، چې  په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي علیرضا بیګدلي یې ملتیا کوله د افغانانو پر وضعیت او له هغه هېواد څخه د راستنېدونکو افغانانو د جبري ایستنې د پیل شوې څپې په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د ایران سفیر بیګدلي له اسرائیلو سره په جګړه کې د اسلامي امارت او افغان ولس له دريځ مننه وکړه او هغه یې د دوه ملتونو د یووالي څرګنده بېلګه یاده کړه.

علیرضا بیګدلي هرات او نیمروز ته د خپل وروستی سفر او له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د خپلو لیدنو جزئیات مولوي عبدالکبیر ته وړاندې کړل.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په اړه لیدنې مهمې وې؛ د افغانانو شکایتونو ته د رسېدنې پر موخه دوه اړخیزې کمیټې کار پیل کړی او تر دې مهاله د افغان راستنېدونکو ګڼې ستونزې اوارې شوې دي.

د ایران سفارت استازي زیاته کړې؛ ایران د راستنېدونکو افغانانو پر ویزو جریمه معاف او د وسایلو او توکو پر انتقال یې ګمرکي تعرفې هم لغوه کړې دي.

همدارنګه نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د یوې طرحې له مخې به د اسلامي امارت د سفارت او د ایراني لوري لخوا افغانان خپلو پیسو ته لاس رسي پیدا کړي.

بیګدلي دا هم ویلي، چې لویه برخه افغانان په داوطلب ډول له ایران څخه راستانه شوي دي.

مولوي عبدالکبیر له اسرائیلو سره په جګړه کې د ایراني چارواکو د شهادت د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ په تېرو څو لسیزو کې ایران د میلیونونو افغانانو کوربتوب کړی او نه باید، چې د کډوالو موضوع د دواړو ملتونو تر منځ د اړیکو د خرابېدو سبب شي.

نوموړي له ایران څخه د افغانانو پر دواطلب ډول راستنېدلو ټېنګار وکړ او څرګندوي؛ ایراني چارواکي دې د افغانانو ستونزو ته پخپل وخت رسېدنه وکړي.

ویل کیږي، چې افغان لوري له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو د راستنولو په اړه پر یوه طرحه هوکړه کړې وه؛ خو په ایران کې د وروستیو حالاتو له کبله نیمګړې پاتې شوه.

Continue Reading

تازه خبرونه

جنوبي کوریا په افغانستان کې د ۱۰ میلیون ډالرو پر ارزښت یوه پروژه پلي کوي

دې بنسټ د چارشنبې پر ورځ (د چنګاښ اتمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې له دې پروژې موخه د خلکو د ژوندانه بیارغونه، له اقلیمي بدلون سره مبارزه او د ښځو پرپښو درول دي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ويلي؛ له سویلي کوریا سره به د همغږۍ له مخې یوه داسې پروژه پلې کړي، چې له ۳۵۰ زره خلکو سره مرسته وشي.

دې بنسټ د چارشنبې پر ورځ (د چنګاښ اتمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې له دې پروژې موخه د خلکو د ژوندانه بیارغونه، له اقلیمي بدلون سره مبارزه او د ښځو پرپښو درول دي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې: “افغانستان له ګڼو بحرانونو، اقتصادي ناورین، د خوړو ناامني، اقلیمي بدلون او پر ښځو محدودیتونو سره مخ دی.”

ملګرو ملتونو ویلي، چې دا ګډه همکاري به د افغانستان په شپږ ولایتونو کې پلي شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!