تازه خبرونه
ایران افغان او فلسطیني نجونو ته د زدهکړو چاپېریال برابروي
د ایران ولسمشر مرستیالې ويلي؛ د دغه هېواد پوهنتونونو د هغو افغان او فلسطیني نجونو د منلو لپاره چمتووالی څرګند کړی، چې له زدهکړو بې برخې دي.
د ایران ولسمشر مرستیالې انیسه خزعلي د چارشنبې پر ورځ (د لړم ۲۴ نېټه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې ځینې اسلامي هېوادونو د دغو نجونو د زدهکړو د لګښت ورکولو ټټر وهلی دی.
له دې مخکې هم یو شمېر ایراني پوهنتونونو اعلان کړی و، چې د افغانستان د ځانګړیو شرایطو له کبله د افغان ښځینه محصلینو منلو ته چمتو دي.
په افغانستان کې د ۱۴۰۰ ل.ل کال په دوبي کې واک ته د اسلامي امارت بیا راتګ د دې لامل شو، چې له شپږم ټولګي پورته ټولې ښځینه زدهکوونکي له زدهکړو لنډمهاله بې برخې شي.
دغه راز پر غزه د اسرائيلي پوځ له سختو بريدونو وروسته، چې څه باندې يوه مياشت کېږي؛ د دې سيمې د وګړیو ډېره برخه بې ځايه شوې او د فلسطينيانو د ژوند چارې په بشپړه توګه په ټپه درېدلې دي.
