تازه خبرونه
ایران او افغانستان په ملک پوله کې بندیان تبادله کړل
د بندیانو دا تبادله پرون (یکشنبه د غویی اوومه) د دواړو خواوو ترمنځ په ملک پوله کې رامنځته شوه.
د راپورونو له مخې؛ په ملک پوله کې ایران ۱۹۹ افغان بندیان اسلامي امارت ته وسپارل او دوه ایراني اتباع هم د افغان چارواکو لخوا د ایران حکومت ته سپارل شوي دي.
د بندیانو دا تبادله پرون (یکشنبه د غویی اوومه) د دواړو خواوو ترمنځ په ملک پوله کې رامنځته شوه.
د راپور له مخې: ۱۹۹ افغان بندیان، چې پخوا د تهران، سیستان – بلوچستان او اصفهان په زندانونو کې بندیان ول؛ د شمالي سیستان او بلوچستان په ملک دروازه کې افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.
په راپورونو کې راغلي؛ د بندیانو په دې تبادله کې دوه ایراني وګړي، چې په افغانستان کې یې د بند سزا تېره کړې وه،ایراني چارواکو ته وسپارل شول.
له دې مخکې د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د وري پر اتهویشتمه ایراني چارواکو ۱۹۹ افغان بندیان، چې په دې هېواد کې د بېلابېلو جرمونو پر تور بندیان ول؛ د نیمروز ولایت په پل ابریشم دروازه کې د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل شوي دي.