سیمه ییز خبرونه
ایران او امریکا په عمان کې ګټورې، آرامې او مثبتې خبرې اترې وکړې
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دولتي ټلویزیون ته ویلي: “زه فکر کوم، چې مونږ د خبرو اترو لپاره یو بنسټ ته ډېر نږدې یوو او که دا ابنسټ راتلونکې اوونۍ پای ته ورسوو؛ نو مونږ به اوږده لاره وهلې وي او پر بنسټ به یې رښتینې خبرې اترې پیل کړو.”
رویټرز راپور ورکړ؛ ایران او امریکا د شنبې پر ورځ په عمان کې مثبتې او رغنده خبرې اترې وکړې او هوکړه وشوه، چې راتلونکې اوونۍ د تهران د مخ پر زیاتېدونکې اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې بیا وکړي؛ ځکه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، چې که کومه هوکړه ونشي پوځي اقدام به وکړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دولتي ټلویزیون ته ویلي: “زه فکر کوم، چې مونږ د خبرو اترو لپاره یو بنسټ ته ډېر نږدې یوو او که دا ابنسټ راتلونکې اوونۍ پای ته ورسوو؛ نو مونږ به اوږده لاره وهلې وي او پر بنسټ به یې رښتینې خبرې اترې پیل کړو.”
عراقچي ویلي، چې د ایران او ټرمپ ترمنځ لومړنې خبرې اترې د هغه د ۲۰۱۷-۲۰۲۱ هم ګټورې، ارامې او مثبت ترسره شوې.
عراقچي زیاته کړې: “دواړو خواوو هوکړه کړې، چې خبرې اترې روانې وساتي … ښایي راتلونکې شنبه ایران او د امریکا اړخ پر لنډمهاله تړون هوکړه وغواړي. مونږ د خبرو اترو لپاره خبرې نه غواړو.”
سپینې ماڼۍ د ټرمپ د منځني ختیځ استازي سټیون وټکوف، په عمان کې د امریکا سفیرې انا ایسکروجیما او عراقچي خبرې اترې ډېرې مثبتې او رغنده یادې کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي. “دا مسلې ډېرې پېچلې دي او نن سیمې ته د امریکا د ځانګړي استازي ویټکوف مستقیم اړیکه د دوه اړخیزو ګټورو پایلو ترلاسه کولو لپاره یو ګام و. دواړو اړخونو هوکړه وکړه، چې راتلونکې شنبه به بیا سره وویني.”
د شنبې په شپه د خبرو اترو په اړه ټرمپ د خبریالانو پوښتنې ته وویل: “زه فکر کوم، چې دوی سم روان دي.”
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ یو ناڅاپه اعلان وکړ، چې واشنګټن او تهران به په عمان کې(یو خلیجي هېواد، چې دمخه یې د لویدیځ او اسلامي جمهوریت ترمنځ منځګړیتوب کړی دی) خبرې اترې پیل کړي.
د راپور له مخې؛ دې هېواد د ایران لخوا د نیول شویو څو بهرنیو اتباعو او دوه ګوني تابعیت لرونکو په خوشې کولو کې هم منځګړیتوب کړی دی.
د شنبې ورځې خبرې غیر مستقیمې وې او د عمان لخوا یې منځګړیتوب شوې دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، هر پلاوي خپله جلا خونه درلوده او د عمان د بهرنیو چارو وزیر له لارې یې پیغامونه تبادله کول.
عراقچي ویلي، چې د هغه پلاوي د ویټکوف پر مشرۍ له خپل امریکایي سیال سره له اړوند خبرو وروسته یوه لنډه لیدنه درلوده.
عراقچي ویلي: “له دوه نیم ساعتونو څخه ډېرو نامستقیمو خبرو اترو له پای ته رسیدو وروسته د ایران او امریکا د پلاوي مشرانو د عمان د بهرنیو چارو وزیر په شتون کې څو دقیقې خبرې وکړې، چې زمونږ د سیاسي آداب پر بنسټ وې”.
یوې عماني سرچینې رویټرز ویلي؛”د خبرو اترو اوسنی تمرکز به د سیمهییزو کړکیچونو کمول، د بندیانو تبادله او د ایران د اټومي پروګرام د کنټرول په بدل کې د بندیزونو د کمولو لپاره محدود تړونونه وي.”
بقايي دا خبره رد کړه؛ خو دا یې ونه ویل، چې کوم دروغ ول.
په ویانا کې د نړیوالو ادارو لپاره د روسیې سفیر میخایل اولیانوف له خبرو اترو وروسته د دواړو خواوو لخوا خپاره شوي بیانونه “هڅوونکي” وبلل.
بقایي ویلي؛”دا یوه پیل دی؛ نو په دې پړاو کې دا عادي خبره ده، چې دواړه خواوې د عماني منځګړي له لارې یو بل ته خپل بنسټیز دریځونه وړاندې کړي،”
د پرمختګ نښې کولی شي په دې سیمه کې د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي، چې له ۲۰۲۳ راپدېخوا په غزه او لبنان کې د جګړو، د ایران او اسرائیل ترمنځ د توغندیو د ډزو، د سره سمندر پر کښتیو د حوثیانو بریدونو او په سوریه کې د حکومت له نسکورولو سره اور لګیدلی دی.
عراقچي ایران ته ویلي: “که بل اړخ (امریکا) پر مساوي دریځ خبرو اترو ته ننوځي؛ د نورو خبرو اترو په اړه د د همغږۍ لومړنی چانس شتون لري.”
ویل کیږي، چې د خبرو ناکامۍ په سیمه کې د پراخې اور لګیدنې وېره زیاته کړي، چې د نړۍ ډېره برخه تېل ترې صادریږي. تهران ګاونډ هېوادونو ته، چې د امریکا اډې لري خبرداری ورکړی، چې که دوی د اوپیک پر غړو د امریکا په کوم نظامي برید کې ښکېل شي؛ نو له سختو پایلو سره مخ شي.
