تازه خبرونه
ایران ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پيل کړې
Last Updated on: غبرګولى ۲۴, ۱۴۰۳
نن چارشبنه د ايران اير نړیوال هوايي شرکت کابل نړيوال هوايي ډګر ته خپله لومړنۍ الوتنه پيل کړه او ياد شرکت به د اوونۍ يوه الوتنه ولري.
ویل کیږي، چې ايران هېواد ته د آريانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو ترڅنګ ماهان، کېش او یزد شرکتونه هم الوتنې لري، چې ورسره سوداګرو او نورو مسافرو ته د پام وړ اسانتياوې برابرې شوې دي.
