سوداگري

ایران تېر کال افغانستان ته د ۲.۲ میلیارډ ډالرو پر ارزښت غیر نفتي توکي صادر کړي

د افغانستان لپاره د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې لخوا د افغان بازار د فرصتونو او ننګونو په اړه په یوه غونډه کې ویلي: ” افغانستان د خپلو اړتیاوو له ۸۰ سلنې څخه ډېر واردات له ایران څخه پوره کوي، چې ۲۵د ټولو وارداتو ۲۵ سلنه جوړوي.”

Published

on

ایراني رسنیو د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ایران په تېرو یوولس میاشتو کې افغانستان ته د ۲.۲ میلیارډ ډالرو پر ارزښت غیر نفتي توکي صادر کړي دي.

د افغانستان لپاره د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې لخوا د افغان بازار د فرصتونو او ننګونو په اړه په یوه غونډه کې ویلي: ” افغانستان د خپلو اړتیاوو له ۸۰ سلنې څخه ډېر واردات له ایران څخه پوره کوي، چې ۲۵د ټولو وارداتو ۲۵ سلنه جوړوي.”

هغه د افغانستان د وارداتو لومړیتوبونو ته په نغوته( اشاره) کې ویلي، چې خوراکي توکي، کرنیزې محصولات، سونګ توکي؛ اساسي توکي لکه اوړه، غوړي، هګۍ، ورځنی چرګان، درمل، روغتیايي تجهیزات او ساختماني وسایل رانغاړي.

روستایي زیاته کړې؛ ایران د روان کال په لومړیو ۴ میاشتو کې افغانستان ته د ۷۲۴ میلیون ډالرو څخه ډېر توکي صادر کړي، چې د تېر کال د ورته مودې پر پرتله له ۲۰ څخه تر ۲۸ سلنې پورې زیاتوالی ښیي.

د افغانانو لپاره د ایران د سوداګرۍ سلاکار دا ټینګار هم کړی: “له همدې کبله له افغانستان سره د ایران دودیزې اقتصادي اړیکې باید د همکارۍ پر نویو ماډلونو بدلې شي.”

روستایي ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي زون جوړول باید ژر تر ژره رامنځته شي. هغه په دې اړه ویلي: “د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو شخړو ته پر پاملرنه افغانستان غواړي د چابهار بندر له فرصت څخه غوره ګټه پورته کړي. ایران کولی شي د افغانستان په وارداتو او صادراتو کې خپل ټرانزیټ رول له اوسني ۵۰ سلنې څخه زیات کړي.”

ویل کیږي، چې افغانستان په دې موده کې د ایران پېنځم صادراتي هېواد و.

Trending

Exit mobile version