ساینس او ټیکنالوژي
ایران خپلې دوه سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستولې
د کاظم جلالي د څرګندونو له مخې؛ دا سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوي دي.
په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي، چې نن سهار ( د لړم پېنځلسمه) ایران هدهد او کوثر نومې دوه سپوږمکۍ د روسیې د ختیځ له وستوچني پوځي مرکز څخه د سیوز سپوږمکۍلېږدوونکي توغندي پواسطه فضا ته واستولې.
د کاظم جلالي د څرګندونو له مخې؛ دا سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوي دي.
د راپورونو لهمخې؛ ایران له دغو سپوږمکیو څخه د توغندیو د ویشتلو پر مهال د اهدافو په نښه کولو کې کار اخلي، چې لویدیځ په ځلونو د ایران له دغه ډول ازمایښتونو اندېښنه په ډاګه کړې ده.
ویل کیږي، چې تېره ورځ د ایران مذهبي مشر پر اسرائیلو د بې سارو، ویجاړوونکيو او خونړیو بریدونو ګواښ کړی و.