تازه خبرونه
ایران د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې ۵ میلیارډ ډالر پانګونه کوي
په کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې د افغانستان بډایه کاني سرچینې د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو ښه فرصت دی.
د ایران فارس نیوزخبري سرچینې د خبر له مخې؛ ایران هڅه کوي، چې د افغانستان د اوسپنې کانونو په استخراج کې پېنځه میلیارډ ډالر پانګونه وکړي.
په کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې د افغانستان بډایه کاني سرچینې د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو ښه فرصت دی.
د راپور له مخې ایران په دې پانګونه کې نږدې شپږ سلنه ګټه تر لاسه کوي، چې د نشر شويو ارقامو پر بنسټ ۳۰ میلیارډ ډالرو ته رسیږي.
د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت هم وايي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا ترڅنګ د ایران له لوري د افغانستان د کانونو په سکټور کې پر پانګونه خبرې اترې روانې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي؛ د افغانستان او ایران حکومتونو ترمنځ له بل هر وخت ښې اړیکې شته او د افغانستان د کانونو په سکټور کې ایراني لوری د پانګونې لېوالتیا لري او په دې برخو کې له ایراني لوري سره ناستې شوي او نورې ناستې هم رواني دي.
د خصوصي سکټورځیني غړي وايي، چې ایران د اوسپنې د استخراج په برخه کې لوړ ظرفیت لري او پانګونه یې د هېواد د صنعت په پراختیا کې مهم ګام بولي.
د اوسپنې ویلې کولو د ټولنې اجرائیه رییس عبدالنصیر رشتیا وایي: ((افغانستان د اوسپنې د کانونو په پرخه کې تر ټولو لوی ظرفیت لري؛ خو هیله ده، چې د هېواد د کانونو د استخراج او پروسس چارې په هېواد کې دننه تر سره شي، چې ګټورتوب يي پراخ شي)).
د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهانو ويلي؛ که د ایرن له لوري د افغانستان د کانو نو په سکټور کې پانګونه وشي له دې سره به د دواړه هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پرا ختیا ترڅنګ په هېواد کې د بې روزګارۍ کچې د را ټیټدو ترڅنګ به د ملي عوایدو د زیاتېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.
د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې؛ ایران له تېر و څو کلونو راپدېخوا د افغانستان د کانونو په سکټور کې ۲.۳ میلیارډ امریکايي ډالرو تړونونه تر لاسه کړي، چې په دې تړونونو کې د اوسپنې کانونو استخراج هم شامل دی، چې په کې به پېنځه میلیارډ ډالر پانګونه وکړې.
