تازه خبرونه
ایران د افغانستان د کانونو وزارت د انجنیرانو د روزنې ژمنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي هدایت الله بدري د ایران له استازي او د دغه هېواد د شپږ کاني شرکتونو له استازو سره وکتل او د افغانستان په کاني زېرمو کې یې د پانګونې په اړه ور سره خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه سره د ایران پلاوي په لیدنه کې د ایران د حکومت استازي ويلي، چې دا هېواد د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت انجنیرانو ته د کانونو په برخه کې روزنې ته ژمن دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي هدایت الله بدري د ایران له استازي او د دغه هېواد د شپږ کاني شرکتونو له استازو سره وکتل او د افغانستان په کاني زېرمو کې یې د پانګونې په اړه ور سره خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د ایراني شرکتونو استازو په افغانستان کې د اوسپنې، ډبرو سکرو او نفتو پر استخراج پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د کانونو وزارت انجنرانو ته یې د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو ژمنه کړې ده.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي: تېروه ورځ ځیني ایراني پانګوالو د کانونو وزارت له مشرتابه سره په خبرو کې پر سربو، جستو او تېلو د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې او د کانونو وزارت هم ورسره له اوصولو سره سم د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د خصوصي سکټورغړي وايي، چې د کانونو په استخراج او پروسس کې ایرانیان زیاته تجربه لري او د هېواد کانونه به منظم استخراج پیل کړي او له پروسس وروسته به نړیوالو مارکیټونو ته وړاندې شي.
د صنعتکارانو ټولنې عمومي رییس عبد الجبار ساپی وایي: دا هېواد د کانونو د استخراج په برخه کې ظرفیت لري او که پانګونه تر سره شي؛ دا به هم د افغانانو او هم د پانګوالو په ګټه وي. په دې اړه باید ډېر کار تر سره شي.
د اقتصادي چارو شنونکي هم په دې باور دې، چې د هېواد د کانونو په سکټور کې له ایراني پانګوالو سره قراردادونه کولي شي د هېواد په اقتصادي پراختیا کې مهم رول تر سره کړي. له دې سره به د هېواد په زرګونه ځوانانو ته مستقیم او غیر مستقیم د کار زمینه برا بره شي.
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی محمد نبي افغان وایي: ایران دې د ظرفیتونو په برخو کې همکارۍ وکړي، چې مونږ استخراجي چارې پخپله تر سره او خپل مارکیټونه د ایران له اغېز څخه وژغورو.
د یادوني ده، چې په دې وروستیو کې د ایراني پانکوالو یوه ډله، چې د اوبو او انرژۍ وزارت په ګډون له یو شمېر نورو دولتي بنسټونو سره پر خبرو بوخت دی؛ باید په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخو کې د پانګونې لپاره د حالاتو جاج واخلي. د اسلامي امارت مسوولینو تل ویلي، چې په هېواد کې د انرژۍ تولید او پراختیا يې په کاري لومړیتوبونو کې ده او په دې سکټور کې به د پانګونې جذب ته نورې هم هڅې تر سره کړي.