تازه خبرونه
ایران د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه
دغې رسنۍ زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده حذف شوې او نوموړی به د افغانستان په چارو کې د پخواني ځانګړي استازي په څېر د بهرنیو چارو د وزیر تر څارنې لاندې فعالیت کوي.
مهر خبری سرچینې څرګنده کړې، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت پخوانی قونسلي مرستیال علی رضا بیګدلی په کابل کې د دغه هېواد د سفیر په توګه معرفی شوی دی.
دغې رسنۍ زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده حذف شوې او نوموړی به د افغانستان په چارو کې د پخواني ځانګړي استازي په څېر د بهرنیو چارو د وزیر تر څارنې لاندې فعالیت کوي.
د یادونې ده، چې کاظمي قُمي له دې مخکې د سفیر او په افغانستان کې د دغه هېواد د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه کار کاوه.