سیمه ییز خبرونه
ایران د جمعې پر ورځ په جنیوا کې له درې اروپایي هېوادونو سره خبرې کوي
د جاپان کیوډو خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د لیندې څلورمه ) راپور ورکړې؛ ایران څو ورځې وروسته له هغې، چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د تهران پر ضد پرېکړه لیک تصویب کړ؛ نو ایران و پتېیله، چې د خپل اټومي پروګرام په اړه د لیندۍ پر نهمه / د نومبر پر نههویشتمه په جینوا کې له درې اروپایي هېوادونو سره خبرې وکړي.
د جاپان خبري سرچینې په جنیوا کې له درې اروپایي قدرتونو سره د ایران له خبرو اترو خبر ورکړی دی.
د جاپان کیوډو خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د لیندې څلورمه ) راپور ورکړې؛ ایران څو ورځې وروسته له هغې، چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د تهران پر ضد پرېکړه لیک تصویب کړ؛ نو ایران و پتېیله، چې د خپل اټومي پروګرام په اړه د لیندۍ پر نهمه / د نومبر پر نههویشتمه په جینوا کې له درې اروپایي هېوادونو سره خبرې وکړي.
ایران له دې پرېکړه لیک څو ورځې مخکې غبرګون وښود او د غني کولو لپاره یې د نورو سنټرفیوژونو د فعالولو اعلان وکړ.
د ایران یوه لوړ پوړي چارواکي د راتلونکې جمعې پر ورځ د دغې غونډې د ترسره کیدو له تائیدولو سره زیاته کړه: تهران تل پدې باور دی، چې اټومي مسئله باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي. ایران هیڅکله له خبرو اترو ه نده کړې.
د جوبايډن د ولسمشرۍ پر مهال د ايران او امريکا ترمنځ د اټومي مسئلې په اړه په غير مستقيم ډول خبرې اترې شوې وې؛ خو دا خبرې تر اوسه کومې ځانګړې پايلې ته رسېدلې ندي.
په ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ ادارې له شپږ سترو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټومي هوکړې ووت او د ایران پر حکومت یې سخت بندیزونه ولګول، چې تهران یې په ځواب کې د دغه تړون د یورانیمو د غني کولو په ګډون د سنټرفیوژونو د شمېر د پراخولو له ځینو محدودیتونو سرغړونه وکړه.
په هرصورت، ټرمپ، د JCPOA د ویجاړونکي په توګه په سپتمبر کې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي وه، چې مونږ باید یوې هوکړې ته ورسیږو؛ ځکه، چې پایلې یې د منلو وړ ندي او باید هوکړه وکړو.
