سیمه ییز خبرونه

ایران د هرمز تنګي د پرانیستې لپاره امریکا ته خپل شرطونه وړاندې کړل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي په اړه هوکړه وروستۍ مرحلې ته رسېدلې؛ خو ایران به د بېړیو تګ راتګ هغه وخت بېرته عادي کړي، چې امریکا د جګړې د زیانونو جبران، د بندیزونو پای ته رسول او د پوځي ګواښونو درول ومني.

Published

on

ایران ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د نویو لارو په اړه هوکړه وروستیو پړاوونو ته رسېدلې؛ خو ټینګار کوي، چې د تنګي د بېرته پرانیستو لپاره باید امریکا تهران ته د غرامت ورکولو، د بندیزونو پای ته رسولو او د پوځي ګواښونو درولو غوښتنې ومني.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي په اړه هوکړه وروستۍ مرحلې ته رسېدلې؛ خو ایران به د بېړیو تګ راتګ هغه وخت بېرته عادي کړي، چې امریکا د جګړې د زیانونو جبران، د بندیزونو پای ته رسول او د پوځي ګواښونو درول ومني.

عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ ویلي، له عمان سره هوکړه وروستۍ شوې؛ خو ایران به تر هغې دا اوبلاره بیاځلې خلاصه نکړي، چې امریکا د تهران شرطونه ونه‌مني

د عراقچي د څرګندونو له مخې؛ په دې هوکړه کې به د بېړیو د تګ راتګ لپاره نوې لارې ځانګړې شي، چې د امریکا له‌خوا د تهران د غوښتنو له منلو وروسته وکاریږي.

عراقچي ویلي، ایران او امریکا اوس‌مهال مستقیمې خبرې نهلري او تهران به تر هغې له واشنګټن سره مستقیمې خبرې پیل نه‌کړي، چې امریکا د جون لنډمهاله هوکړه نقضوي؛ خو د منځګړو له لارې د دواړو لوریو ترمنځ پیغامونه تبادله کېږي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محمد باقر ذوالقدر هم ویلي، د ایران غوښتنې د امریکا له‌خوا د نورو ګواښونو او د ایران پر وړاندې د بریدونو درول، د ایران د متحدانو پر وړاندې د یرغل پای ته رسول، په خلیج کې د امریکا د سمندري محاصرې ختمول، پر ایران د بندیزونو لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول دي.

د یوه امریکايي چارواکي د څرګندونو له مخې، د ایران او عمان هوکړه کولی شي د هرمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ د بېرته پیل زمینه برابره کړي.

دې چارواکي زیاته کړې؛ امریکا به هغه مهال د ایران پر بندرونو سمندري محاصره لرې کړي، چې د سوداګریزو بېړیو د بې‌خنډه تګ راتګ د بېرته پیلېدا هوکړه اعلان او ایران خپلې ژمنې عملي کړي.

هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد اړینه سمندري لار ده.

ایران له هغې وروسته دغه تنګی وتاړه، چې د امریکا او اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې خپل غبرګون وښیي.

دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې کړکېچونه روان دي؛ د یمن حوثیانو، چې د ایران متحدان بلل کېږي په سره بحیره کې پر بېړیو خپل بریدونه زیات کړي دي. دغه راز حوثیانو ویلي: سعودي عربستان، چې پر یمن محاصره لګولې د هغې په غبرګون کې یې د سعودي عربستان پر وړاندې د سرې بحیرې محاصره اعلان کړې؛ خو ریاض دا ادعا رد کړې ده.

Trending

Exit mobile version