تازه خبرونه

ایران له افغانستان سره پر پوله له ۱۰ کیلومټره ډېر دیوال غځولی

نن دوشنبه ( د تلې دوه‌یمه) صدا او سیما خبري سرچینې د نوذر نعمتي د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې د ایران او افغانستان په پوله کې ۵۰ کیلومټر نور دیوال د جوړولو په حال کې دی.

Published

on

د ایران د ځمکنیو ځواکونو د قومندان مرستیال نوذر نعمتي ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د خپلې پولې له لس کیلومټره ډېر دیوال جوړ کړی دی.

نن دوشنبه ( د تلې دوه‌یمه) صدا او سیما خبري سرچینې د نوذر نعمتي د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې د ایران او افغانستان په پوله کې ۵۰ کیلومټر نور دیوال د جوړولو په حال کې دی.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې له افغانستان سره پر پوله  بېخبنایي هڅې او دیوال جوړول د ۲۰ کارځیو له لارې ترسره کیږي.

له دې مخکې ایراني چارواکو اعلان کړی و، چې له افغانستان سره به د دغه هېواد شاوخوا ۷۰۰ کیلومټره پوله وتړل شي.

ویل کیږي، چې دا کار د امنیتي ستونزو له کبله تر سره کیږي.

Trending

Exit mobile version