سیمه ییز خبرونه
ایران هیڅکله د ډونالډ ټرمپ د وژلو پلان ندی جوړ کړی – مسعود پزشکیان
د امریکا عدلیې وزارت د نومبر په میاشت کې یو ایرانی وګړی د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو لخوا د امریکا د منتخب ولسمشر د وژلو پر تړاو تورن کړ. د قانون پلي کوونکو ادارو د هر ډول برید د ترسره کېدا مخکې دا ادعاوی شنډې کړې.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سېشنبې پر ورځ له این بي سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې ایران هیڅکله د امریکا د جمهوري غوښتونکي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو پلان ندی جوړ کړی او په دې اړه یې د ټرمپ او د امریکا د حکومت پخوانۍ ادعاوې یې رد کړې.
د امریکا عدلیې وزارت د نومبر په میاشت کې یو ایرانی وګړی د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو لخوا د امریکا د منتخب ولسمشر د وژلو پر تړاو تورن کړ. د قانون پلي کوونکو ادارو د هر ډول برید د ترسره کېدا مخکې دا ادعاوی شنډې کړې.
ټرمپ تېر کال د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین په لړ کې هم ویلي وه، چې ښایي ایران د هغه د وژلو په هڅو کې لاس ولري.
پزشکیان د این بي سي نیوز سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د ټرمپ د وژلو لپاره د ایران پلان و؛ وویل “هیڅ شی نه “. “مونږ هیڅکله دا هڅه له پیل څخه نده کړې او هیڅکله به یې ونکړو.”
ټرمپ، چې تېر کال یې د امریکا ټاکنې وګټلې؛ د دوشنبې پر ورځ به واک او ځواک ته ورسیږي، د کمپاین په لړ کې له دوه وژونکو هڅو څخه ژوندی راووت؛ یوه په سپتمبر کې هغه مهال، چې هغه د فلوریډا د ویسټ پالم بیچ په خپله ځمکه کې د ګالف لوبه کوله او بله د جولای په میاشت کې د پنسلوانیا د باټلر د یوې غونډې پر مهال. پلټونکو په دواړو کې د ایران د لاسوهنې هیڅ شواهد ندي موندلي.
رویټرز راپور ورکړی، چې ایران له دې مخکې هم د امریکا په چارو کې د لاسوهنې په اړه د سایبر عملیاتو په ګډون د امریکا ادعاوې رد کړې دي.
تهران وايي، چې واشنګټن له لسیزو راپدېخوا د دوی په چارو کې لاسوهنه کړې؛ د لومړي وزیر پر وړاندې د ۱۹۵۳ کال له کودتا څخه تر د ۲۰۲۰ کال پورې په هغه د بې پېلوټه الوتکې په برید کې، چې پوځي قومندان یې وواژه.