تازه خبرونه
ایران ۱۰۰۰ افغان بندیان افغانستان ته سپاري
د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال عسکر جلالیان ویلي: په پام کې ده، چې په راتلونکیو دوه میاشتو کې ۱۰۰۰ افغان بندیان بېرته خپل هېواد ته واستوو، چې وکولی شي په خپل هېواد کې د بند پاتې وخت تېر کړي. په دې تبادله کې د ایران دریځ د بشري او بشري حقوقو پر اصولو او اصل ولاړ دی.
د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال او د بندیانو د انتقال د کمیټې مشر د اسلامي امارت له چارواکو سره د بندیانو د بیرته ستنېدو په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی دی.
اسلامي امارت وايي، چې دغه پلاوی کابل ته رارسېدلی او خبرې اترې روانې دي.
ټاکل شوې، چې دغه ۱۰۰۰ بندیان په دوه میاشتو کې هېواد ته راستانه شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغه پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله.
د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال او د بندیانو د انتقال د کمیټې مشر هم افغانستان ته له خپل سفر وروسته رسنیو ته ویلي، چې په دوه میاشتو کې به ۱۰۰۰ افغان بندیان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال عسکر جلالیان ویلي: په پام کې ده، چې په راتلونکیو دوه میاشتو کې ۱۰۰۰ افغان بندیان بېرته خپل هېواد ته واستوو، چې وکولی شي په خپل هېواد کې د بند پاتې وخت تېر کړي. په دې تبادله کې د ایران دریځ د بشري او بشري حقوقو پر اصولو او اصل ولاړ دی.
په ورته وخت کې به ایراني بندیان له افغانستان څخه هغه هېواد ته انتقال شي.
افغانستان او ایران په ۲۰۰۵ ز. کال کې د بندیانو د انتقال تړون لاسلیک کړی او اسلامي امارت هم دا رسمي تړون منلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې ایران یو شمېر افغانان اعدام کړي دي.
تازه خبرونه
دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوهویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .
هغه وایي: مونږ جګړه نه غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمهییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
-
تحول5 days agoتحول: افغانستان ته د پاکستان بیاځلې ګواښنه
