لوبی

ایرلیند له افغانستان څخه ۲۰ آوریزې لوبې وګټلې

Published

on

ایرلیند د چارشنبې پر شپه افغانستان ته د اووه ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه او لوبه یې ۳ پر۲ وګټله او د دغو لوبو لړۍ ورسره پای ته ورسېده.

افغانستان له ۵ لوبو دوه او ایرلیند درې لوبې ګټلي دي.

دغه سيالي د ايرلیند په بلفاست لوبغالي کې ترسره او افغانستان په ۱۵ آورونو کې د پېنځه لوبغاړیو له سوځېدو سره ۹۵ منډې جوړېکړې.

په دې لوبه کې عثمان غني ۴۴ منډې ، عظمت الله عمرزي ۱۵، نجيب الله ځدراڼ ۱۰ او حضرت الله ځاځي ۱۰ منډې وکړې.

په نننۍ لوبه کې رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، نجيب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمان، فريد ملک، نوین الحق او فضل حق فاروقي د محمد نبي پر لوبډلمشرۍ ولوبېدل.

افغان کرکت لوبډله به اوس عربي متحده اماراتو ته ځي، چې د آسیا جام په سیالیو کې برخه واخلي.

دا سیالۍ د اګست په وروستیو کې پیلېږي.

ویل کیږي، چې افغان لوبډله به آسترالیا، هند او نیوزیلیند ته هم سفرونه وکړي او هم به په دې بهیر کې د دغو لوبډلو کوربتوب کوي.

Trending

Exit mobile version