تازه خبرونه

ایلان ماسک پر ۴۴ میلیارډ ډالرو د ټویټر پېرېدلو تړون لاسلیک کړ

Published

on

رویټرز څرګنده کړې، چې د نړۍ ترټولو بډایه شخص ایلان ماسک د دوشنبې پر ورځ د ۴۴ میلیارډ ډالرو په بدل کې د میلیونو کاروونکیو ټویټر شرکت د پېرودلو تړون لاسلیک کړ.

د ټویټر د رییسانو بورډ پرون دوشنبه ( د غویی ۵) د دې شرکت پېرودلو لپاره د ایلان ماسک له وړاندیز سره هوکړه وکړه.

د ټیسلا شرکت لرونکي ایلان ماسک له دې مخکې د ټویټر د پېرودلو لپاره د ۴۴ میلیارډ ډالرو وړاندیز کړی و.

د نړۍ دغه تر ټولو بډایه سړي ویلي، چې دا پېر ځانګړی او شخصي دی، چې له ټیسلا شرکت سره هیڅ تړاو نلري.

باخبرو سرچینو رویټرز ته ویلي، چې ټویټر له ماسک سره په خپلو خبرو اترو کې داسې شرایط ندي اضافه کړي، چې شرکت ته له تړون وروسته د نورو وړاندیزونو اجازه ورکړي.

ماسک، د ټویټر د یوه هڅاند کارونکي په توګه تل ټینګار کړی، چې ټویټر باید د آزاد بیان لپاره یو رښتینی بنسټ شي.

دغه ۵۰ کلن پانګوال، چې د سپیس اکس اجرائیوي مشر هم دی ویلي؛ غواړي په ټویټر کې نه یوازې له ټرولونو سره مبارزه وکړي، بلکې په کې د بدلونونو د وړاندیز ترڅنګ د نرخ کمول او پر اعلاناتو بندیز هم پلی کړي.

دغه میلیاردر د ډیجیټل اسعارو پلوي وړاندیز کړی، چې ټویټر باید د تادیې اختیار هم ولري.

ایلان ماسک اوس مهال د ټویټر له ۹ سلنې ډېره ونډه په واک کې لري او د  مدیره پلاوي له غړیتوبه یې ډډه کړې؛ ځکه که د مدیره پلاوي غړیتوب یې درلود بیا یې نشو کولی، چې له ۱۵ سلنې  ډېر ملکیت ولري.

د ټویټر شرکت ونډه د ایلان ماسک له وړاندیز وروسته لوړه شوې او نن د نیویارک د اسعارو په بازار کې له نوې څپې سره د هرې ونډې بیه ۴ اعشاریه ۵ سلنه  لوړه شوې او هره ونډه ۵۱ اعشاریه ۱۵ډالرو ته لوړه شوه.

Trending

Exit mobile version