تازه خبرونه
ایټالیا د فوټبال اروپایي ملتونو اتلولي خپله کړه
(Last Updated On: چنګاښ ۲۱, ۱۴۰۰)
ایټالیا د فوټبال اروپایي ملتونو جام وګاټه.
د ایټالیا او انګلیس د فوټبال ملي لوبډلو د سیالیو د وروستۍ لوبې د قانوني وخت او اضافي وخت په ۱۲۰ دقیقو کې د ۱ پر ۱ مساوی شول.
دغې پایلې ته له رسېدو سره سم لوبه د پنالټۍ له ګوزارونو سره مخ شوه.
د پنالټۍ په ګوزارونو کې ایټالویانو وکولی، چې درې پر دوه د اروپایي ملتونو جام له خپل انګلیسي سیاله وګټي.
دا له ۱۹۷۹ زېږدیز کال راپدیخوا د چکوسلواکیا لخوا د لویدیځ آلمان له ماتې وروسته لومړۍ فائنل لوبه ده، چې د پنالټۍ پر ګوزارونو پرېکړه کیږي.