تازه خبرونه
ا.ا د افغانۍ د ثبات لپاره پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه ودروله
د افغانیو په مقابل کې د ډالر د ارزښت له بې ساري لوړېدا وروسته اسلامي امارت په سوداګریزې راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز ولګاوه.
د اقتصادي وضعیت د مدیریت په برخه کې د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، اوسنی وضعیت به ډېر ژر بدل شي.
هغه وایي: مونږ به هيچا ته په افغانستان کې د خپلسرۍ اجازه ورنکړو. مونږ دیني عالمانو، سیمه ییزو چارواکو او امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې له افغانیو پرته د نورو هېوادونو بانکنوټونو ته اجازه ورنکړي.
حکومتي چارواکي خبرداری ورکوي، چې د ډالرو له قاچاق وړونکیو او زیرمه کوونکیو سره به قانوني چلن وشي.
که څه هم هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی؛ خو حکومت وايي، د هېواد ملي عاید لوړ شوي او د سیاسي او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره ډاډمنې هڅې روانې دي.
په هېواد کې د ډالرو د بیې د لوړېدو له کبله د اومو موادو بیه په بې ساري ډول لوړه شوې او ښاریانو د پېراو پلور وس له لاسه ورکړی دی.
د اسلامي امارت د لومړي وزیر لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د کورنیو تولیداتو د نندارتون د لیدنې پرمهال خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې قحطي به د سیمې او نړۍ لپاره ننګونې رامنځته کړي.
ملا برادر پر نړیوالې ټولنې سختې نیوکې وکړې او وایي؛ د امریکا د هغې پرېکړې په وړاندې چوپه خوله پاتې دي، چې د افغانستان باک د زیرمې د کنګلولو پرېکړه یې کړې ده.
نوموړی وایي: امریکا، چې څه کړي؛ نړۍ یې ولې نشي لیدلی. دا د اشرف غني پیسې ندي دا د ملت پیسې دي. امریکا ولې د هېواد بانکي زیرمه کنګل کړې؟ نړۍ ولې ورته نه وايي، چې دا د ملت پیسې دي او باید بېرته ورکړ شي.
هغه زیاته کړې، نړۍ په دې برخه کې ځانګړې موخې څاري؛ خو اسلامي امارت د افغانستان ملي ګټو ته ژمن دی او ترې ساتنه کوي.
ملا برادر وایي: مونږ لهه نړیوالې ټولنې غواړو، چې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني او د شته ستونزو د حل لپاره د افغانستان کنګل شوې زیرمه خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې سپینې ماڼۍ ویلي؛ د افغانستان د کنګل شویو پیسو آزادول تر دې دمه د واشنګټن په لومړیتوبونو کې تر کار لاندې ندي او په دې اړه اړوند غوښتنه رد شوې ده.