لوبی
بابر اعظم او محمد رضوان د آسیا جام د شل اوریزو سیالیو بې برخې شول
که څه هم اعظم او رضوان په تېرو وختونو کې د ټورنمنټ له غوره شخصیتونو څخه ول؛ خو دوی له ډسمبر راپدېخوا لوبېدلي ندي.
د پاکستان کرکټ بورډ د یکشنبې پر ورځ (د زمري شپږویشتمه) څرګنده کړې، چې د هېواد دوه غوره لوبغاړي بابر اعظم او محمد رضوان د آسیا جام او د افغانستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درې اړخیزو روزنیزو سیالیو لپاره د شل اوریزو سیالیو له لوبډلې څخه بې برخې شوي دي.
که څه هم اعظم او رضوان په تېرو وختونو کې د ټورنمنټ له غوره شخصیتونو څخه ول؛ خو دوی له ډسمبر راپدېخوا لوبېدلي ندي.
په یوه رسنیز کنفرانس کې د لوبډلې روزونکي مایک هیسن د دې پرېکړې دلیل “د نورو لوبغاړو ښه فعالیت” یاد کړ.
د سیالیو لپاره نور راستنېدونکي لوبغاړي محمد وسیم او سلمان میرزا دي؛ میرزا په بنګله دېش کې د اووه ویکټو له اخیستلو وروسته بېرته راستون شو. دغه راز فخر زمان هم د وروستي ټپي له رغېدو وروسته لوبډلې ته راغلل.
د پاکستان د بشپړې لوبډلې نوملړ:
سلمان آغا (لوبډلمشر)، سیم ایوب، فخر زمان، صاحبزاده فرحان، حسن نواز، سلمان میرزا، محمد آرث، محمد نواز، شاهین شاه افریدي، حارث رؤف، حسن علي، حسین طلعت، سفیان مقیم، ابرار احمد، خوشدل شاه، فهیم اشرف او محمد وسیم.
افغانستان تر اوسه د دې لوبې او آسیا جام لپاره خپله لوبډله نده اعلان کړې.
لوبی
هند په ټسټ کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
هند د شوبمن ګېل او کې. ال راهول د سلګونو منډو پر مټ پر لوبه بشپړ واک وساته.
د هند کرکټ ملي لوبډلې د پنجاب ایالت د نیو چندیګړ په سیمه کې د افغانستان پر وړاندې ټسټ سیالي د یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو پر توپیر وګټله او په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یې د اته لوبغاړو پر سوځېدا ۵۶۴ منډې جوړې کړې.
هند د شوبمن ګېل او کې. ال راهول د سلګونو منډو پر مټ پر لوبه بشپړ واک وساته.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۲ او په دوهیمه پاڼۍ کې ۱۱۲ منډې وکړې.
د لوبې ستوری د هند ۲۲ کلن توپ اچوونکی ماناو سوټر و، چې په خپل لومړۍ ټسټ لوبه کې غوره وځلېد. هغه د افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۶ ویکټې د ۳۳ منډو په بدل کې واخیستې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
سوټر په خپلو ویکټو کې رحمت شاه هم وسوځاوه، چې د افغانستان لپاره یې تر ټولو ښه لوبه وکړه او ۶۰ منډې یې جوړې کړې.
افغانستان په دوهیمه پاڼۍ کې ښه پیل وکړ؛ صدیقالله اتل ۴۲ منډې وکړې، خو د هند توپ اچوونکو د مقاومت اجازه ورنهکړه.
واشنګټن سنډر ۴ ویکټې د ۳۶ منډو په بدل کې واخیستې او کولډیپ یاډاو ۳ ویکټې د ۳۰ منډو په بدل کې ترلاسه کړې. محمد سراج هم یوه مهمه ویکټه واخیسته.
په پای کې هند د درېیمې ورځې له پای ته رسېدا مخکې خپله بریا یقیني کړه او لوبه یې پر لوی توپیر پخپل نوم کړه.
دا د منډو د توپیر له مخې د ټسټ کرکټ په تاریخ کې د هند یوه له لویو بریاوو ده، چې ورپر برخه شوه.
لوبی
په سریلانکا کې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه
دا سیالۍ د غبرګولي له نولسمې څخه تر دېرشمې / د جون له نهمې تر یوویشتمې پورې په ډمبولا کې ترسره کېږي او د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته به د پیاوړو سیالانو پر وړاندې د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو ښه فرصت برابر کړي.
لوبی
شپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
ټاکل شوې، چې دا پېنځه لوبډلې لرونکې سیالۍ د جولای پر اوولسمه پیل شي.
شپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ سیالیو لپاره غوره شوي، چې دا چاره د شل اوریزو سوداګریزو کرکټلیګونو په ډګر کې د افغانستان د مخ پر ودې ځایګي څرګندونه کوي.
ابراهیم ځدراڼ د تېر پړاو اتلې لوبډلې «جفنا کینګز» له لوري غوره شوی دی. په داسې حال کې، چې مجیب الرحمن به په دغو سیالیو کې د «کولمبو کپس» استازیتوب وکړي.
همدارنګه رحمنالله ګربز او ظاهر خان دواړه د «کنډي رویالز» لوبډلې له لوري غوره شوي دي.
فضلالحق فاروقي او ګلبدین نایب به د «ډمبولا سیکسرز» لوبډلې لپاره ولوبېږي.
د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ به د دغو سیالیو شپږم پړاو وي.
ټاکل شوې، چې دا پېنځه لوبډلې لرونکې سیالۍ د جولای پر اوولسمه پیل شي.
-
تازه خبرونه3 days agoایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
-
تازه خبرونه2 days agoله افغانستان څخه د امریکا د وتلو ارزونه مخ پر بشپړېدو ده – هګسټ
-
سوداگري2 days agoد افغانستان سوداګریز بانکونه د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پروژې مالي لګښت برابروي
-
تازه خبرونه2 days agoپه ریاض کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د خلیج همکارۍ شورا له سرمنشي سره ولیدل
-
تازه خبرونه2 days agoیوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه
-
تحول3 days agoتحول: افغانستان ته د مرستو د لېږد پر بهیر د منځني ختیځ د کړکېچ اغېز
-
تازه خبرونه3 days agoاروپايي ټولنې « نیکولای بیلومو» د افغانستان لپاره خپل نوي شارژډافیر ټاکلی
-
لوبی2 days agoهند په ټسټ کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
