سیمه ییز خبرونه
بارك اوباما: د افغانستان جګړه، چې د امريكا لپاره تر ټولو اوږده جګړه وه، پاى ته رسېدونكې ده
نصيرالدين حقاني د پاكستان په پلازمينه كې له ولسمشرۍ ماڼۍ څو كيلو متره لرې، د باره كاهو په سيمه كې اوسېده او په نوموړي تور وو، چې په افغانستان كې يې خونړۍ جګړې تنظيمولې. نوموړى په دې سيمه كې د دوو موټر سايكل سپرو لخوا په ډزو ووژل شو.
په اسلام آباد كې د حقاني شبكې د مالي مسئول نصيرالدين حقاني وژنې په افغانستان كې بېلا بېل غبرګونونه راپارولي دي.
سیاسي کارپوه جاوېد کوهستاني وايي، د حقاني شبكه چې د القاعدې په مرسته په افغانستان كې په پوځي او ملكي هدفونو بريدونه كوي، امريكا په وار وار له پاكستان څخه غوښتي، چې په خپله خاوره كې پنا ورنكړي.
نصير الدين حقاني د حقاني شبكې د جنګياليو لپاره پيسې راټولولې او ويل كېږي، چې نوموړي عربي هېوادونو ته هم د پېسو راټولو لپاره سفرونه هم كړي وو.
نصيرالدين حقاني په پاكستان كې په داسې حال كې ووژل شو، چې اوونۍ مخكې د پاكستاني طالبانو رهبر حكيم الله مسود د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې ووژل شو.
د امريكا ولسمشر بارك اوباما د افغانستان، ويتنام او عراق د جګړې قرباني شويو امريكايي سرتېرو ته د احترام په مراسمو كې وويل، چې القاعده په ملا ماته شوې ده.
د امريكا ولسمشر بارك اوباما همدارنګه ووېل، نن زمونږ ماموريت دا جوتوي، چې القاعده له ماتې سره مخامخ ده او زمونږ سرتېري وروسته له دوولسو كلونو بېرته هېواد ته راستنېږي.
بارك اوباما ويلي د افغانستان جګړه، چې د امريكا لپاره تر ټولو اوږده جګړه وه، پاى ته رسېدونكې ده.
د هغه په وېنا تر راتلونكې ژمي پورې به يوازې څلور دېرش زره امريكا يي سرتېري په افغانستان كې پاتې شي.
