نړۍ

بایډن اوکراین ته پر روسیې د امریکایي توغندیو د توغولو اجازه ورکړه

په دغه راپور کې، چې د یکشنبې پر ورځ ( د لړم اووه‌ویشتمه ) د دوه چارواکو او یوې سرچینې د څرګندونو له مخې خپور شوی؛ دغه کړنه د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې په اړه د پالیسۍ د مهم بدلون په توګه په پام کې نیول شوې ده.

Published

on

رویټرز د باخبرو سرچینو د راپورونو له مخې ډاګیزه کړې؛ د جو بایډن ادارې اوکراین ته اجازه ورکړې، چې د روسیې په خاوره کې د خپلو موخو لپاره د امریکا اوږده واټن ویشتونکي توغندي وکاروي.

په دغه راپور کې، چې د یکشنبې پر ورځ ( د لړم اووه‌ویشتمه ) د دوه چارواکو او یوې سرچینې د څرګندونو له مخې خپور شوی؛ دغه کړنه د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې په اړه د پالیسۍ د مهم بدلون په توګه په پام کې نیول شوې ده.

د روانې اوونۍ یکشنبې پر ورځ روسیې د اوکراین د برښنا پر بنسټوپراخ توغندیز بریدونه وکړل.

یوې سرچېنې فرانس پرس خبري سرچینې ته تائید کړې، چې له دغو بریدونو څو ګړۍ وروسته ولسمشر بایډن اوکراین ته دا اجازه ورکړه.

د راپورونو له مخې؛ دا پرېکړه روسیې ته د شمالي کوریا د ځواکونو د استولو په ځواب کې رامنځته شوې ده.

پر اوکراین د روسیې د یرغل شاوخوا ۳۳ میاشتې کېږي. امریکا او ملګري یې په دې جنګ کې له کیف سره ولاړ دي او د روسیې پر ضد ورسره پوځي او بشري مرستې کوي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې د ولسمشر بایډن د جمهوري ریاست دوه میاشتې پاتې دي او د جنورۍ پر شلمه به ډونالډ ټرمپ د نوي ټاکل شوي ولسشمر په توګه لوړه وکړي.

د یو شمېر امریکایانو پر اند اوږد واټن بریدونه به په جګړه کې بدلون رامنځته او له اوکراین سره د روسیې د ځواکونو د پرمختګ مخنیوی اسانه کړي او ممکن د اوربند په خبرو اترو کې کیف په ښه حالت کې راولي.

Trending

Exit mobile version