Connect with us

نړۍ

بایډن او ماکرون د اسرائیلو او حزب الله اوربند اعلانوي -لبناني سرچینې

د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر د اوربند په خبرو کې د پام وړ پرمختګ تائید کړی او د اسرائیلي رسنیود څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې  د سې‌شنبې پر ماښام د دې هېواد د امنیتي کابینې غونډه د اوربند د طرحې د ارزونې لپاره جوړه شي.

خپور شوی

د

څلورو لوړ پوړی لبناني سرچینو د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ تمه ده، چې  د امریکا ولسمشر جو بایډن او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به ډېر ژر په لبنان کې د وسلوالې ډلې حزب الله او اسرائیلو ترمنځ اوربند اعلان کړي.

د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر د اوربند په خبرو کې د پام وړ پرمختګ تائید کړی او د اسرائیلي رسنیود څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې  د سې‌شنبې پر ماښام د دې هېواد د امنیتي کابینې غونډه د اوربند د طرحې د ارزونې لپاره جوړه شي.

په واشنګټن کې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي؛ مونږ نږدې یوو؛ خو تر هغې، چې هرڅه ترسره شوي نه‌وي هیڅ نه‌کیږي.

همداشان په بیروت کې د لبنان د پارلمان مرستیال الیاس بوصعب رویټرز ته ویلي، چې د اوربند د عملي کیدو په لاره کې کوم جدي خنډونه شتون نلري.

د اوربند وړاندیز شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د امریکا لخوا وړاندې شو او د لبناني چارواکو د څرګندونو او رسنیو د راپورونو له مخې: د څارنې کمیټې او له اوربند وروسته له حزب الله سره د مقابلې لپاره د اسرائیلو د عمل ازادي؛ دوه اختلافي ټکي وه.

د لبنان د پارلمان مرستیال الیاس بوصعب په وینا، د اوربند د موافقې په مسوده کې بله لانجه د “څارنې کمیټې” په غړو پورې اړه وه، خو دا قضیه “په تیرو ۲۴ ساعتونو کې حل شوه”.

د راپورونو له مخې، د اوربند د څارنې پېنځه کسیزه کمیټه د امریکا پر مشرۍ جوړه شوې او د اختلاف موضوع په دې کمیټه کې د فرانسې حضور و.

د اوربند د پلان جزئیات په رسمي ډول ندي اعلان شوي؛ خو رسنیو د بېلابېلو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په دې پلان کې یو شپېته ورځنی اوربند هم شامل دی، چې په کې به د لبنان پوځي ځواکونه له اسرائیلو سره په پوله کې ځای پر ځای شي او حزب الله به بېرته لیتاني سیند شمال ته شاتګ وکړي او اسرائیلي ځواکونه به د لبنان له خاورې څخه ووځي.

دا طرحه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پرېکړه لیک پر پلي‌کېدا راڅرخي.

د اسرائيلو او د لبنان د حزب الله ترمنځ نښتې د اکتوبر د اوومې نېټې له بريد يوه ورځ وروسته پيل شوې؛ خو تر ډېره د دواړو هېوادونو تر سرحدي سيمو پورې محدودې وې. اسرائیلو د حزب الله د ځپلو لپاره عملیات پراخ کړل او بیا یې خپل ځمکني ځواکونه جنوبي لبنان ته ولېږل.

د اوربند په خبرو کې له پرمختګ سره – سره په وروستیو دوه ورځو کې د اسرائیلو او حزب الله لخوا، چې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده؛ بریدونه زیات شوي دي.

د شنبې پر ورځ د بیروت جنوبي سیمې د اسرائیلو تر هوایي بریدونو لاندې راغلې؛ لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول او د یکشنبې پر ورځ د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ؛ له لبنان څخه پر دغه هېواد له ۲۵۰ ډېر توغندي توغول شوي، چې له کبله یې څو تنه ټپیان شوي دي.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!