نړۍ
بایډن او پوتین د اوکراین په اړه د ناستې پر اړتیا هوکړه وکړه
د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون دفتر د دوشنبې پر ورځ (د کب لومړۍ) څرګنده کړې؛ د امریکا او روسیې ولسمشرانو د اوکراین په اړه پدې شرط پر ناسته هوکړه کړې، چې روسیه به پر اوکراین برید نکوي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ مکرون دواړه مشران په “اروپا کې د امنیت او ستراتیژیک ثبات” سرمشریزې ته راوبلل.
سرچینې زیاته کړې: د امریکا ولسمشر جو بایډن او د روسیې ولسمشر پوتین دواړو د دې سرمشریزې د اصولو له مخې پر اوکراین خبرې منلي دي.
سپینې ماڼۍ سمدلاسه پدې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.
فرانسې دا څرګندونې د میکرون او د اټلانټیک په دواړو غاړیو کې د مشرانو تر منځ له ټیلیفوني خبرو اترو وروسته په ډاګه کړي دي.
دا خبرې په داسې حال کې، چې د اوکرایین پولې ته نږدې د یوې اوونۍ له کړکېچ، د روسیې د پوځي مانورو او د پوځیانو له ډېرېدو او لږېدو وروسته راپورته کیږي.