Connect with us

لوبی

برازیل، اوکراین، ارجنټاین او فرانسه د فوټسال نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسېدل

نیمه پایلوبه به د اوکټوبر پر دوه‌یمه د چارشنبې پر ورځ ( د تلې یوولسمه / د اوکتوبر دوه‌یمه ) په تاشکند کې د برازیل او اوکراین تر منځ پیل شي.

خپور شوی

د

برازیل، اوکراین، ارجنټاین او فرانسه په ازبکستان کې د سږکال فوټسال نړیوال جام ته بریالي پړاوونه ووهل او د سیالیو له لارې بریالۍ او مخکښې پاتې شوې.

نیمه پایلوبه به د اوکټوبر پر دوه‌یمه د چارشنبې پر ورځ ( د تلې یوولسمه / د اوکتوبر دوه‌یمه ) په تاشکند کې د برازیل او اوکراین تر منځ پیل شي.

د پنجشنبې پر ورځ به ارجنټاین له فرانسې سره مخامخ شي.

د درېیم مقام لوبه به د اوکتوبر پر پېنځلسمه / د اوکتوبر شپږمه په تاشکند کې ترسره شي.

فاینل به له غرمې وروسته ترسره شي.

تر دې دمه د سیالیو ترټولو بریالۍ لوبډله برازیل دی، چې مارسل ترټولو غوره ګول‌وهونکی دی.

په ۴۸ لوبو کې ۳۴۱ ګولونه وهل شوي دي. د برازیل مارسل ۱۰ زړه‌راکښونکي ګولونه وهلي، چې لومړی مقام یې خپل کړی دی.

ارجنټایني آلن برانډي د خپلو ۷ ګولونو پر مټ دوه‌یم ځای لري.

د ایران سالار آغاپور پر ۶ ګولونو د هغه پسې دی او د ارجنټاین کیون اریټا او ماټیاس روزا، د برازیل پیټو، د قزاقستان ارنولډ ناب او د وینزویلا کیون بریسینو په ګډون څو لوبغاړي په ۵ ګولونو سره برابر دي.

فرانسیس لوکوکا، عبدالصمد محمد او رافیل رینود له پاراګوای څخه د فرانسې پر ماتې خوړلو د ۲۰۲۴ فیفا فوټسال نړیوال جام ازبکستان دوه‌یم غوره پړاو ته د رسیدو په اړه بحث وکړ.

په هرصورت د فرانسې لپاره نیمه پای لوبې ته لار موندل یو خوب دی. په دې نړیواله سیالۍ کې د لومړي ځل لپاره حاضریدل؛ د لوبډلې غړي عبدالصمد محمد د پاراګوای له ماتولو وروسته رامنځته کړه. هغه ویلي: ډاډه نه‌یم، چې له دې ډېر خوب ولرو.

لوبملګري فرانسیس لوکوکا زیاته کړې: دا په بشپړ ډول حیرانتیا ده. که چا ماته ویلي وای، چې دا به پېښ شي، ما به … باور نه کاوه.

روزونکي رافیل رینوډ ویلي: دا د باور وړ نه‌ده؛ کله، چې مونږ تر دې ځایه راورسېدو. زمونږ موخه دا وه، چې ګروپي پړاو ته ورسیږو، خو مونږ اوس سیال یوو؛ نو اوس، چې ورورسېدو، له ځان سره مو وویل، چې هرڅه ممکن دي. مونږ باور لرو، چې کولی شو په دې سیالیو کې ډېر مخکې ولاړ شو.

د یادونې ده، چې آریانا راډیو ټلویزیون (ATN ) د دې سیاليو د خپراوي ځانګړی او قانوني حق تر لاسه کړی او هېوادوال کولی شي دا زړه‌راکښونکې لوبې له نږې وګوري.  

لوبی

د افغانستان او ایران فوټسال لوبډلې ۲-۲ مساوي شوې

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي پیوستون لوبو په چوکاټ کې خپله دوه‌یمه لوبه له ایران سره ۲-۲ مساوي کړې.

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

د هېواد فوټسال لوبغاړو، چې د دې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې یې تاجکستان ته ماتې ورکړې ده؛ د راتلونکې شنبې پر ورځ به د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له مراکش سره مخ شي.

Continue Reading

لوبی

د کابل په لویدیځ کې د فوټسال له ملي اتلانو بې ساری هرکلی وشو

د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.

Published

on

د افغانستان فوټسال لوبډلې په آسیایي اتلولۍ کې د ایران پر وړاندې ​​له تاریخي بریا وروسته په کور دننه او بهر افغانانو خپله دغه لاسته راوړنه د افغان سپورت په تاریخ کې یوه بې ساري او ویاړلې پېښه وبلله.

د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د دشت برچي سړکونه د سیمې له زرګونو اوسېدونکو ډک دي له لېوالتیا سره د خوښۍ او ویاړ پر غږ پورته کولو له افغان آسیایي اتلانو تود او بې ساری هرکلی کوي.

دغه پراخه لېوالتیا د افغانانو د یووالي او ملي ویاړ څلی ګرځېدلی او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ورسره د خلکو پوره مینه وځلول شوه.

Continue Reading

لوبی

افغان فوټسال ۱۷ کلنې لوبډلې په آسیايي سیالیو کې پایلوبې ته لار وموندله

د افغانستان ځوانې لوبډلې د لوبې په بهیر کې نه‌ستړې کېدونکې هڅې ترسره  او خپل  ځانګړی هوډ ښکاره کړ. له دې بریا سره، افغانستان د اتلولۍ پایلوبې ته ورسېد.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ځوانو لوبغاړو د آسیایي سیالیو په نیمه‌ پایلوبه کې ټایلینډ ته ۹ ـ ۱ ماتې ورکړه او د ۲۰۲۵ کال د آسیا ځوانانو پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د افغانستان ځوانې لوبډلې د لوبې په بهیر کې نه‌ستړې کېدونکې هڅې ترسره  او خپل  ځانګړی هوډ ښکاره کړ. له دې بریا سره، افغانستان د اتلولۍ پایلوبې ته ورسېد.

افغانستان به د پنجشنبې پر ورځ له خپل سیمه‌‌ییز ځواکمن سیال ایران سره مخ شي او دواړه لوبډلې به د آسیایي ځوانانو لوبو اتلولۍ ته د رسېدو لپاره ولوبیږي.

د سپورټ شنونکو د افغان ځوانانو له تاکتیکي نظم او بریدګر مزاج ستاینه کړې او د دوی پرمختګ یې په افغانستان کې د فوټسال د پرمختګ لپاره یو د ټینګار وړ پړاو وباله.

دې تاریخي بریا په ټول هېواد کې د فوټسال مینه‌والو ترمنځ جشنونه راوپارول او ډېر یې د افغان فوټسال راتلونکي ته هیله من کړل.

د یادونې ده، چې ۱۷ کلنه فوټسال ملي لوبډله به د دې سیالیو په پایلوبه کې سبا پنجشنبه له ایران سره مخ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!