تازه خبرونه

۹۵ سلنه افغانان پوره خواړه نلري – د خواړو نړیوال پروګرام

Published

on

د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام (WFP) څرګنده کړې، په افغانستان کې ۹۵ سلنه خلک د خوراک لپاره پوره خواړه نلري.

د خواړو نړیوال پروګرام (WFP) د شنبې پر ورځ په یوه ټویټ کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې لوږه مخ پر ډېرېدو ده او ۹۵ سلنه وګړي د خوراک لپاره پوره خواړه نلري.

د جنورۍ په میاشت کې له هرو لس عاید لرونکیو کورنیو څخه، د اته کورنیو عاید د پام وړ لږ شوی، چې ډېري یې کابل مېشتې کورنۍ دي.

د خواړو نړیوال پروګرام ټینګار کوي، چې دغه کورنۍ له عاید پرته د ژمي په سړه هوا کې کړاوونو ته اړې شوې دي.

د یاد پروګرام د څرګندونو له مخې؛ لوږې په ماشومانو کې خوارځواکي رامنځته کړې ده.

دې زیاته کړې: د هرې میاشتې له تېرېدو سره، د خلکو نوې څپې د خپلو کورنیو په تغذیه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د خواړو نړیوال پروګرام یادونه کوي، چې د ټولو افغانانو دوه پر درېیمه برخه اوس له کړکېچ سره د مبارزې تګلارې ته مخه کوي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو ويلي؛ افغانستان اوسمهال د بېوزلۍ له لوړې کچې سره مخ دي او د نړۍ له یوه تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو شپږ میاشتې وروسته هم امریکا او نړیوالې ټولنې د افغانستان ملي شتمني کنګل کړې؛ خو له حکومت سره د تعامل له لارې غواړي بشري مرستې تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version