ساینس او ​​ټیکنالوژي

بریټانیا د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ۱۰۰ میلیون پونډو پانګونه وکړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۴۰۲)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د دې هېواد د ټکنالوژۍ وزیر میخایل ډونلان په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: مصنوعي ځیرکتیا د چټکې ودې په حال کې ده؛ خو مونږ هم ښودلې، چې انسان کولی شي ورته چټک حرکت ولري. د دې صنعت د ګړندي او ځانګړي میتود پر بنسټ کولی شوو، چې خطرونه چټک اداره کړو.

د بریټانیا حکومت څرګنده کړې؛ شاوخوا ۹۰ میلیون پونډه به د مصنوعي ځیرکتیا پر هغو مرکزونو ولګول شي، چې پر روغتیایي، کیمیاوي او ریاضي خدمتونو راڅرخي کوي او له امریکا سره همکاري کوي.

لږ تر لږه ۱۰ میلیون پونډه نور به له تنظیموونکیو سره مرسته وکړي، چې خطرونه په پام کې ونیسي او د مصنوعي ځیرکتیا فرصتونه همغږي کړي. لکه: له مخابراتي او روغتیایي خدماتو څخه نیولې تر مالي او روزنیزو سکتورونو پورې، چې د خطرونو د موندلو لپاره عملیاتي وسیلې رامنځته کړي.

د ۲۰۲۳ په نومبر کې انګلستان د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب په اړه نړیواله غونډه ترسره کړې ده.

Trending

Exit mobile version