تازه خبرونه
بریکس د افغانستان د کړکیچ پر سمدستي حل ټینګار څرګند کړ
د دې غونډې د پرېکړه ليک له مخې؛ د بريکس غړي هېوادونه د يوه خپلواک، سولهييز او له نشهيي توکو د پاک افغانستان ملاتړ کوي.
د بريکس غړیو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د سې شنبې پر ورځ ( د غبرګولي دوهویشتمه ) د غونډې په وروستۍ ورځ د یوه پرېکړه ليک پر صادرولو د افغانستان د مسئلې د سولهييز حل غوښتنه وکړه.
د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ دغه غونډه د دې هېواد په نیژني نوای ګورد ښار کې جوړه شوې وه.
د بريکس غړیو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه خبرپاڼه کې راغلي: د بهرنيو چارو وزيرانو د سيمهييز امنيت او ثبات لپاره د افغانستان د مسئلې پر سولهييز حل ټينګار وکړ.
د تاس خبري سرچینې په راپور کې راغلي: د بریکس غړیو هېوادونو ویلي؛ باید ښکاره هڅې وشي او دا ډاډ ترلاسه شي، چې ترهګرې ډلې د افغانستان خاوره نه کاروي.
د دې غونډې د پرېکړه ليک له مخې؛ د بريکس غړي هېوادونه د يوه خپلواک، سولهييز او له نشهيي توکو د پاک افغانستان ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه غونډه د جون د مياشتې پر یږږیشتمه او دوهویشتمه د روسيې په نیژنې نوایګورد ښار کې د بريکس د ۱۰ غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په شتون کې جوړه شوه.
ورته خبرونه: