تازه خبرونه

بسپنه ورکوونکیو افغانستان ته پر ۶ سلنه بودجې هوکړه وکړه – اوچا

Published

on

د افغانستان لپاره د م.م د بشر‌دوستانه چارو ځانګړي همغږي کوونکي او د یوناما مرستیال انډریکا راټواټ د افغانستان د بشري اړتیاوو او د دې اړتیاوو د پوره کولو پلان د ملاتړ او تمویل په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ ویلي، چې دې صندوق ته د اړتیا وړ بودجې یوازې شپږ سلنه ورکړ شوې ده.

اوچا د “افغانستان د بشري وضعیت” په اړه په خپل نوي راپور کې، چې د سې شنبې پر ورځ ( د وري څوارلسمه ) ناوخته خپور شو؛ د راټواټ د څرګندونو له مخې لیکي: په داسې حال کې، چې دوی د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۳ اعشاریه ۶ میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې وه؛ خو یوازې ۲۹۰ میلیون ډالر له دې صندوق سره مرسته شوې، چې هغه یې د ژوند ژغورنې د مرستو رسولو لپاره لوی خنډ بولي.

انډريکا راټواټ په افغانستان کې د بشري وضعيت د څارنې او ملاتړ دوام يوه ستره ننګونه وبلله او زياتوي، چې دغه هېواد له پېچلو سياسي حالاتو او طبيعي پېښو اغېزمن شوى او چټک بشري غبرګون ته اړتيا لري.

د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي په افغانستان کې د وچکالۍ په اړه هم اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې د اوبو زېرمې پر وچېدو دي او تېر کال ته ورته سږ کال هم خورا وچ دی.

هغه زياته کړې؛ د تودوخې لوړوالي د اورښت دوديز بهير ګډوډ کړى، چې له کبله يې اوبو ته د خلکو لاسرسى ډېر محدود شوى دى.

د افغانستان لپاره د م.م د بشردوستانه چارو ځانګړي همغږي کوونکي، چې د یوناما مرستیال هم دی په افغانستان کې یې پر جنسیتي برابرۍ او د نجونو او ښځو حقونو د خوندیتوب لپاره د ملګرو ملتونو پر ټینګې ژمنې ټینګار کړی او وایي؛  دوی ته پراخ او خوندي چاپېریال رامنځته کول، معنا لرونکی ګډون، ملاتړ او ونډه؛ ډېرمهم دي.

نوموړي د اوسني کړکېچ د اواري لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره اصولي تعامل او معنالرونکې خبرې اترې مهمې وبللې.

راټواټ له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانانو سره د خپلو ژمنو له مخې مالي مرستې دوه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوچا د مارچ پر لسمه په خپل راپور کې ویلي؛ په ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې له نیمايي ډېر یې نجونې او ښځې دي.

Trending

Exit mobile version