لوبی

بنګله دېش کرکټ لوبډلې پاکستان ته د شپږ ویکټو پر ټوپیر ماتې ورکړه

د بنګله دېش توپ‌اچوونکي مهدي حسن د پاکستان لوبډلې پېنځه لوبغاړي له ډګره لرې کړل.

Published

on

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې په دوه‌یمه ټسټ لوبه کې کوربه لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه.

د دې لوبې لومړي پړاو، چې په راولپنډۍ ښار کې ترسره شو؛ د پاکستان ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په داسې حال کې له ډګره وایستل شول، چې دوی ۲۷۴ منډې جوړې کړې وې. د پاکستان لوبډلې لپاره سعیم ایوب ۵۸، شان مسعود ۵۷ او سلمان آغا ۵۴ منډې وکړې.

د بنګله دېش توپ‌اچوونکي مهدي حسن د پاکستان لوبډلې پېنځه لوبغاړي له ډګره لرې کړل.

د بنګله دېش لوبډله د لومړي پړاو په پيل کې ښه ونه‌ځلېدل او شپږ لوبغاړي يې په داسې حال کې له ډګره لرې شول، چې يوازې ٢٦ منډې يې جوړې کړې وې. داسې ښکارېده، چې پاکستان به د تېرې لوبې د ماتې غچ واخلي؛ خو لیټون ډاس د ۱۳۸ او مهدي حسن د ۷۸ منډو له جوړولو سره ټولټال ۲۶۲ منډې جوړې کړې.

پاکستاني توپ‌اچوونکي خرم شهزاد شپږ بنګله دېشي لوبغاړي وسوځول.

په دوه‌یم پړاو کې بیا پاکستاني لوبغاړي ونه توانېدل، چې د بنګلادیش توپ‌اچوونکيو مخې ته ودریږي او پرله‌پسې وسوځېدل. په داسې حال کې، چې یوازې ۱۷۲ منډې یې جوړې کړې وې.

د بنګله دېش توپ‌اچونوونکي حسن محمود د پاکستان له لوبډلې پېنځه ویکټې واخیستې.

بنګله دېش لوبډلې په دې تاریخي لوبه کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدو ۱۸۵ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې ماتې ورکړه.

Trending

Exit mobile version