تازه خبرونه
بنیاد بیات په لوګر ولایت کې لسګونه اړمنو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ووېشلې

بنیاد بیات مسوولینو په لوګر ولایت کې پر سلګونو اړمنو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو دوېشلو پر مهال ويلي، چې په دغو ژمنيو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او جامې شاملې دي.
د دوى د څرګندونو له مخې؛ په دغه ولايت کې یادې مرستې له یوې ترسره شوې سروې وروسته پر مستحقو او اړمنو کورنيو ووېشل شوې.
د دغه بنسټ مسوولینو ټینګار کړی، چې د هېواد په نورو ولایتونو کې به هم له اړو کسانو سره مرستې وشي.
د بنیاد بیات استازي سید میرویس هاشمي ویلي: د بیات بنیاد د بشري مرستو په لړ کې نن وکولی شول، چې په لوګر ولایت کې یو شمېر مستحق کسان، چې اوړه، وریجې، غوړي، جمپرونه، کمبلې او جرابې په کې دي؛ تر پوښښ لاندې راولي.
له بلې خوا هغه کورنۍ، چې له دغو مرستو برخمنې شوي له نورو خيريه بنسټونو غوښتنه کوي، چې په دې سختو شرايطو کې له اړمنو سره خلکو سره مرسته وکړي.
یوه مرسته اخیستونکي ویلي: مونږ له بنیاد بیات څخه مننه کوو، چې مونږ ته یې اوړه، غوړي، وریجې، کمبلې او ژمنۍ جرابې راکړې.
د يادونې ده، چې بنیاد بيات په هېواد کې د مرستو د وېش تر څنګ هېوادوالو ته نه یوازې د څښاک پاکو اوبو د برابرولو لپاره ژورې څاګانې کېندلي، بلکې د ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو، سپورټي ډګرونو او جوماتونو په جوړولو کې یې هم ډېر کار کړی دی.
تازه خبرونه
بهرنیو چارو وزارت په ترمذ خبرو کې د سیمهییزې سولې او همکارۍ په اړه خپله ژمنتیا وړاندې کړه
هغه د ازبکستان په ترمذ خبرو کې د وینا پرمهال د سیمهییزې سولې، همکارۍ او پرمختګ لپاره د افغانستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم ويلي، چې افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د طبیعي پل په توګه کار کوي او چمتو دی، چې په سیمهییزو او نړیوالو نوښتونو کې فعاله او رغنده برخه ولري.
هغه د ازبکستان په ترمذ خبرو کې د وینا پرمهال د سیمهییزې سولې، همکارۍ او پرمختګ لپاره د افغانستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
نعیم په خپلو څرګندونو کې د ازبکستان له حکومت څخه د “سولې، دوستۍ او سوکالۍ لپاره د ګډې فضا رامنځته کول” تر سرلیک لاندې د دغو سیمهییزو خبرو له کوربتوب څخه د زړه له کومې مننه وکړه.
هغه له ازبکستان څخه د نږدې ګاونډي او سټراټیژیک ملګري په توګه هم ستاینه وکړه او په وروستیو کلونو کې یې د دوه اړخیزو اړیکو پر بې سارې پراختیا اعتراف وکړ.
هغه وایي، چې سیمهییزه همکاري نه یوازې د ښکېلو هېوادونو د ګټې لپاره ښه ده، بلکې د نړیوالې سولې او ثبات لپاره هم اړینه ده. افغانستان غواړي، چې په اقتصادي ادغام او سیمهییز اتصال کې یو باوري ملګری پاتې شي.
محمد نعیم د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د شته ګډو طرحو د یادونې په ګډون د افغان- ټرانس اوسپنېپټلۍ جوړول یوه اړینه پروژه یاده کړه، چې موخه یې د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د اتصال زیاتوالی دی.
هغه له سرخان دریا څخه تر پلخمري پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي لېږد ته هم نغوته(اشاره) وکړه، چې تمه ده ورسره برښنا ته د افغانستان لاسرسی د پام وړ زیات شي.
سربېره پردې هغه د عصري ټکنالوژیو پر کارولو د ګډو کرنیزو پروژو یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ۲.۵ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د انرژۍ، کرنې او صنعت په سکټورونو کې د تړونونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.
هغه ټینګار وکړ، چې دا بدلونونه د دوامداره پرمختګ او سیمهییز ثبات لپاره د دواړو هېوادونو ګډې ژمنې ښیي.
هغه د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي یو ځل بیا تائید کړه، چې په اقتصادي همکارۍ، سیمهییزې ښکېلتیا او متقابل درناوي ولاړه ده.
هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي او په دې اړه به د متقابل چلند غوښتنه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د بېخبناوو، ټرانسپورټ، انرژۍ، سوداګرۍ، تعلیم، اقلیمي بدلون او دوامداره پراختیا په اړه په سیمهییزو نوښتونو کې د فعال ګډون لپاره د افغانستان چمتووالی څرګند کړ.
هغه ټینګار وکړ، چې متوازن سیمهییز پرمختګ، خبرې اترې، همغږي او باور جوړونه د معنا لرونکي او دوامداره پرمختګ بنسټونه دي.
نعیم له نړیوالې ټولنې، سیمهییزو حکومتونو، نړیوالو بنسټونو او مالي ادارو څخه وغوښتل، چې افغانستان د یو باوري ملګري په توګه وپېژني او په بېخبناوو، ظرفیت جوړونې او اقتصادي پراختیا کې د پانګونې له لارې د دې هېواد ملاتړ وکړي.
نوموړي په پای کې له ترمذ ډیالوګ څخه د افغانستان پر کلک ملاتړ ټینګار وکړ او هغه یې د نظرونو د تبادلې، متقابلې همغږۍ د ودې او عملي همکارۍ رامنځته کولو لپاره د یو اړین بنسټ په توګه وستایه.
نعیم څرګنده کړې: “مونږ د دې خبرو پایلو ته د زړه له کومي سترګې پر لار یوو، چې زمونږ سیمې او خلکو ته د روښانه او پوره سوکاله راتلونکي لپاره لار اواره کړي.”
تازه خبرونه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د خبرو اترو لپاره چین ته ورسېد
د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم په دې پلاوي کې دی.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیر خان متقي نن دوشنبه د یوه پلاوي پر مشرۍ چین ته رسیدلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم په دې پلاوي کې دی.
تمه ده، چې امیر خان متقي به د خپل چینایي سیال وانګ يي سره د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.
هغه به د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره په ګډه غونډه کې هم ګډون وکړي.
تازه خبرونه
له امریکا څخه ایستل شوي افغانان به له خطر سره مخ نشي – اسلامي امارت
دغه راز د مولوي عبدالکبیر په دې پیغام کې، چې راستنیدونکو ته د هند د مرستو د وېش په مراسمو کې ولوستل شو راغلي، چې په افغانستان کې د ژوند شرایط ښه شوي او د هیچا ژوند په خطر کې ندی.

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د چارسمبالي په هغه پیغام کې، چې ریاست الوزرا د دفتر د چارو د تنظیم د رییس ذاکرالله ذاکر لخوا ولوستل شو په امریکا کې د افغان کډوالو د موقت محافظت حیثیت لغوه کولو ته په نغوته(اشاره) کې ډاډ ورکړی، چې که دا کډوال هېواد ته راستانه شي؛ نو له خطر سره به مخ نشي.
دغه راز د مولوي عبدالکبیر په دې پیغام کې، چې راستنیدونکو ته د هند د مرستو د وېش په مراسمو کې ولوستل شو راغلي، چې په افغانستان کې د ژوند شرایط ښه شوي او د هیچا ژوند په خطر کې ندی.
په لوستل شوي پیغام کې راغلي: “تاسې شاید اوریدلي وي، چې امریکا شاوخوا ۱۴ زره افغان کډوال له خپل هېواده شړي. دا ټول افغانان او زمونږ وروڼه دي. پر ورین تندي له هغو هرکلی کوو. دوی دې پخیر راشي. په افغانستان کې د کار او ژوند لپاره غوره شرایط رامنځته شوي. د هر چا ژوند او مال خوندي دی. د هیچا لپاره خطر نشته. د عمومي بخښنې په نظر کې نیولو سره له هیڅوک د پخوانۍ دندې پر دلیل نه پوښتل کیږي.”
د دې وزارت د پیغام له مخې؛ د هند مرستې د ۵ زره راستنېدونکو او مستحقو اشخاصو لپاره تر وېش لاندې دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ راستنېدونکي اوسمهال مرستې ته اړتیا لري او دوی له هغو هېوادونو څخه مننه کوي، چې مرسته کوي.
دغه راز د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال کلیم الرحمن فاني ویلي: “هغه کسان، چې له بهر څخه هېواد ته راستنیږي دردېدلي او مستحق کسان دي. “مونږ غواړو له هر هغه چا څخه مننه وکړو، چې پدې برخه کې زمونږ سره مرسته کوي.”
د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریییس عبدالرحمن حبیبزي د مرستو د شفاف وېش ډاډ څرګند کړی او وایي، چې دا ریاست هڅه کوي د بېلابېلو مرستندویو ادارو مرستې منسجمې او مستحقو کورنیو ته ورسوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د راستنیدونکو لپاره به په ۳۱ ولایتونو کې ۵۸ ښارګوټي جوړ شي.
ویل کیږي، چې د هند لخوا برابرې شوي دا مرستې ۱۱ قلمه بېلابېل خوراکي توکي لري.
-
نړۍ1 day ago
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د پروسټاټ پر سرطان اخته شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د تاجکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه1 day ago
د اروپا بشري فورم د افغانستان د بحران پر ریښو خبرې کوي
-
روغتيا1 day ago
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د میندو د مړینې د کچې په اړه د UNFPA راپور رد کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
د تاتارستان یو پلاوی به کابل ته راشي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ټرمپ د سولې په اړه په خبرو کې دروغ وایي- د ایران رهبر
-
تازه خبرونه5 days ago
امیر خان متقي او د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ټیلیفوني خبرې وکړې
-
نړۍ9 hours ago
روسیې او اوکراین د اوربند په اړه له سمدستي خبرو اترو سره هوکړه وکړه – ټرمپ