تازه خبرونه
بهرني شرکتونه د افغانستان د ۵ هوایي ډګرونو د مدیریت هوکړې ته په تمه دي
ترکي، اماراتي او قطري شرکتونه په افغانستان کې د پېنځه هوايي ډګرونو د اداره کولو لپاره د اسلامي امارت هوکړې ته په تمه دي.
په کابل کې له اسلامي امارت سره د ۵ هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه د ترکي او قطري شرکتونو د تخنیکي پلاوي له خبرو وروسته اوس د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې ترکي او قطري شرکتونو په خپلو کې هوکړه کړې، چې د افغانستان د پېنځه هوايي ډګرونو مدیریت اخیستو ته چمتو دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ويلي، چې عربي متحده امارات هم غواړي په دې برخه کې له ترکي او قطري شرکتونو سره همکاري وکړي.
هغه وایي: د دې میاشتې په پیل کې د قطري او ترکي شرکتونو ترمنځ د افغانستان د فضايي حریم د مدیریت په اړه یو هوکړه لیک لاسلیک شو؛ خو دواړو هېوادونو د دغه سند او شرکتونو په اړه لږ جزئیات وړاندې کړل.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې؛ عربي متحده امارات هم غواړي په دې برخه کې له ترکي او قطري شرکتونو سره همکاري وکړي. خو د هغه په وينا، تر اوسه په دې اړه کوم درې اړخيز پلان ندى وړاندې شوى.
نوموړي ویلي؛ مونږ کولی شو د افغانستان د هوايي ډګرونو مدیریت په درې اړخیزه توګه تر سره کړو. دوی په دې برخه کې کوم ټینګ وړاندیز ندی کړی. مونږ هم دوی ته کوم وړاندیز ندی کړی؛ خو د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه پر اجنډا لنډ بحث تر سره شو.
د افغانستان اسلامي امارت ويلي، چې د ترکیې او قطر له لوري د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نده شوې.
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت وباند امام الدین احمدي څرګنده کړې، چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه وروستۍ پرېکړه نده شوې او نه هم کوم سندونه لاسلیک شوي دي.
د قطر او ترکیې تخنیکي ډلو په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه د خبرو په موخه کابل ته سفر وک؛ خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي، چې له اسلامي امارت سره به تر هغه تړون لاسلیک نکړي، چې د ترمینل امنیت یې یوې معتبرې بهرنۍ ډلې ته نه وي سپارلی.
