تازه خبرونه

بهرنیو چارو وزارت په ډیپلوماټیکو اړیکو کې له پرمختګه ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۱, ۱۴۰۰)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی د نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت د ډیپلوماټیکو اړیکو له پرمختګ خبر ورکړ.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي، چې د ترکیې د لومړي وزیر پر بلنه د انتالیا ډیپلوماټیک فورم په درې ورځنۍ غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی  دی وایي، چې نړۍ دا مهال له نوي افغان حکومت سره د یوه رسمي حکومت په توګه د اړیکو په حال کې ده.

مولوي متقي نړۍ ته په خپل پیغام کې زیاته کړې؛ افغانستان له نړیوالې ټولنې سره فعاله، مثبته او بې طرفه ډیپلوماسۍ غواړي.

اميرخان متقي ويلي، چې نوي حکومت د نړيوال مشروعيت د ترلاسه کولو لپاره ټول نړيوال معيارونه او اصول په پام کې نيولي او غواړي له نړيوالې ټولنې سره مثبتې اړيکې ولري.

مولوي امیر خان متقي وایي: په اوسنيو حالاتو کې ډيپلوماسي او خبرې اترې د ټولو هېوادونو يوه جدي اړتيا ده. ستر قدرتونه بايد پر کمزورو هېوادونو د خپلو غوښتنو د تپلو هڅه ونکړي او پر هغو فشار را نه وړي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې  له اسلامي امارت سره د سیاسي ثبات او اقتصادي خودکفایۍ په برخه کې همکاري وکړي.

د انتالیا د ډیپلوماسۍ په کنفرانس کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي متقي څرګنده کړې؛ د پخواني حکومت له هغو لوړپوړیو پرته، چې تښتېدلي نور پاتې ۵ لکه کارمندان اوس هم کارکوي، معاشونه اخلي او حکومت ټولګډونه ساتل شوی دی.

مولوي متقي ډاډ څرګندوي، چې افغانستان اوس یو واحد حاکمیت لري او د امارت له ادرسه د هیڅ ګاونډي، سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ نشته.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، امریکا او متحدینو یې ونشو کولی، چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو مخه ونیسي؛ خو په وینا یې اسلامي امارت د داعش د فعالیتونو مخه نیولې او له منځه یې وړی دی.

د انتالیا د ډیپلوماټیک فورم په غونډه کې د بهرنیو چارو پر وزیرانو سربېره د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو لوړپوړیو استازیو هم ګډون کړی دی.

دغه راز مولوي متقي د دغې غونډې په څنډه کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازيو سره د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت هم درې اړخیزې او دوه اړخیزې ناستې درلودې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دې غونډې په اړه ټویټ کړی؛ په دې غونډه  کې د افغانستان پر سیاسي او امنیتي پرمختګونو هم خبرې وشوې او همدارنګه په افغانستان کې د بحران او بشري ستونزو او ثبات د ټينګښت لپاره د مرستو پر همغږۍ هم خبرې شوې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم له امیرخان متقي سره له کتنې وروسته ټویټ کړی، چې په افغانستان کې د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره اوس هم ډېر کار ته اړتیا ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست څرګنده کړې؛ مونږ شریکانو ته خپل اندونه وړاندې کړل، چې باید اړیکې ولرو؛ خو د بشري حقونو، د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو د ساتنې او په حکومت کې د ښځو او نجونو خوندیتوب ډېر نور کار ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د نړۍ او اسلامي امارت له اړیکو اووه میاشتې تېرېږي؛ خو تر اوسه هیڅ کوم هېواد د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی.

Trending

Exit mobile version