تازه خبرونه
بیات بنیاد افغان ماشومانو ته د ماشومتوب د لومړني پړاو د ودې اپلیکیشن رامنځته کړ
بیات بنسټ (www.bayatfoundation.org) په افغانستان کې د یوه ستر خیریه بنست په توګه، چې د بیات ګروپ (www.bayat-group.com) غړیتوب هم لري؛ نه یوازې د افغانانو د هوساینې لپاره ډاډمنې هڅې کوي، بلکې د افغان ماشومانو د ماشومتوب د لومړني پړاو د ودې او پراختیا لپاره یې یو نوی نوښت هم رامنځته کړی دی.
د دې پروګرام موخه د ماشومانو د لومړنیو کلونو د اړتیاوو په اړه د پوهاوي لوړول او همدارنګه د میندو او پلرونو ځواکمن کول او هڅول دي، چې خپلو ماشومانو ته په ژوندانه کې غوره پیل رامنځته کړي.
دا له نوښته ډک اپلیکیشن “زه او ماشوم مې” نومیږي؛ میندې او پلرونه هڅوي، چې له خپلو ماشومانو سره ډېر ښه چلند او غوره اړیکې ولري او د یو لړ لوبو پر تر سره کولو یې کړنې سمې او ډادمنې کړي. لکه: وینم دې، چې اغېز یې د علم له مخې هم د ماشوم په وده کې پوره روښانه دی.
د بیات بنیاد اجرائیوي مشره فاطمه لیا بیات څرګندوي: ماشومان د ژوندانه له پیله لومړی مینې، بیا پالنې، پاملرنې او څارنې ته اړتیا لري، چې مغزي وده یې رامنځته او وړتیاوې یې لوړې شي. “زه او ماشوم مې” نومی اپلیکیشن د والدینو لپاره معلومات چمتو کوي، چې ماشومان ورته د ژوندانه په لومړنیو او له ارزښتونو ډکو کلونو کې ډېره اړتیا لري. علم او پوهه ښیي، چې همدا د اړیکو او خبرو اترو کوچنۍ شېبې دي، چې په ځانګړي توګه په خورا سختو شرایطو کې بدلون را منځته کوي.
دا اپلیکیشن په آیاواس(iOS) او انډرایډ (Android) عاملو سیسټمونو کې پر دري او پښتو دواړو ژبو وړیا شتون لري او حتا په پخواني او ټیټ ګرځند کې د کارولو وړ دی. دغه راز ډېري بنسټیز معلومات په ټولنیزو رسنیو، ایس ایم ایس، راډیو، ټلویزیون، چاپي او ډیجیټلي رسنیو کې هم د لاسرسي وړ دی.
د بیات بنیاد له بنسټ ایښودونکیو مشرانو څخه یو هم ډاکټر احسان بیات دی، چې وایي؛ هر افغان ماشوم پرته له دې، چې په کوم ځای کې اوسیږي؛ حق لري، چې په ژوندانه کې یو غوره پیل، پیل کړي.
هغه زیاته کړې: ښوونه او روزنه له ډېر وخت راپدیخوا د بیات بنیاد لپاره لومړیتوب لري او د “زه او ماشوم مې” میندې او پلرونه ځواکمنوي، چې له خپلو ماشومانو سره د دوی بشپړو وړتیاوو ته په رسیدو کې مرسته وکړي. په ځانګړي توګه په هغو ټولنو کې، چې د پوهاوی کچه په کې راټیټه او یا معلوماتو ته لاسرسی ورته محدودیت ولري؛ دا اپلیکیشن د لاسرسي وړ آسانه معلومات چمتو کوي، چې د افغانانو له ژوندانه سره بشپړ مطابقت هم لري.
د “زه او ماشوم مې” اپلیکیشن منځپانګه د ټولنې، نړیوالو نورمونو، جندر او والدینو د رول او همدارنګه په افغانستان کې د ځانګړیو دیني، فرهنګي او چاپېریالي عواملو د ژورې بشرپوهنې د شننو پر بنسټ ولاړه ده. بیات بنیاد د آسترالیا د سیډني پوهنتون د دماغ او دماغي مرکز په همکارۍ د آسترالیا له مینډرو فاونډیشن سره ملګرتیا لري او ډاډ ترلاسه کوي، چې د عصبي علومو او والدینو عصري کړنې له افغان دودونو سره یوځای داسې چاپېریال رامنځته کوي، چې له هر ماشوم سره عالي، ادراکي او احساساتي وړتیاوو ته په رسیدو کې مرسته وشي.
د بیات بنیاد په اړه معلومات:
بیات بنیاد، چې په امریکا کې میشت خیریه بنسټ دی؛ له ۲۰۰۵ زېږدیز کال راپدیخوا د افغانانو د ودې، پرمختګ او هوساینې لپاره کار کوي. د دغه بنسټ بنسټوال احسان الله بیات او فاطمه لیا بیات دي او دغه بنسټ په افغانستان کې د ځوانانو، ښځو، بېوزلو او بوډاګانو د وړتیاوو د لوړولو لپاره ۳۰۰ پروژې تر سره کړي دي. په دې پروژو کې د ١٤ زېږنتونونو جوړول هم شامل دي، چې تر اوسه پورې يې د درې ميليون ميندو او ماشومانو درملنه کړې ده.
دا پروژې په اړمنو سیمو کې پلې شوي او د بېخبناوو پر جوړولو سربېره یې د روغتیا، پوهنې، اقتصاد، سپورټ او فرهنګ په وده کې داډمن ګامونه پورته کړي دي.
د بیات بنیاد لوی مشر احسانالله بیات په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د افغان بېسیم شرکت جوړ کړ. دا په افغانستان کې لومړنی بیسیم مخابراتي شرکت دی، چې جیاسام (GSM) او انټرنیټی مخابراتي خدمات وړاندې کوي. څه موده وروسته په ۲۰۰۵ کال کې يې د آريانا راډيو او ټلوېزيون نړیواله شبکه، آريانا راډيو (۹۳.۵افام)، ۲۰۱۴ کې آریانا نیوز، ټولنیزې شبکې او بیا یې د بیات رسنیز مرکز جوړ او رامنځته کړ.
تازه خبرونه
له بشپړ ډاډ پرته به له پاکستان سره سوداګریزې لارې تړلې پاتې وي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ټینګار کړی؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې پاکستان د سیاسي او اقتصادي فشار لپاره غیرقانوني وتړلې، چې “د دواړو خواوو خلکو ته یې پوره زیانونه واړول.”
د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو په اړه خپل رسمي دریځ څرګند کړ او وایي، چې دا لارې به یوازې هغه وخت پرانیستل شي، چې اسلامآباد د سیاسي او اقتصادي فشار د نهکارولو په اړه قوي تضمین وړاندې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ټینګار کړی؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې پاکستان د سیاسي او اقتصادي فشار لپاره غیرقانوني وتړلې، چې “د دواړو خواوو خلکو ته یې پوره زیانونه واړول.”
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: ” دا، چې افغانستان خپلې اساسي اړتیاوې له ډېرو نورو هېوادونو څخه ترلاسه کوي؛ نو اسلامي امارت پرېکړه کړې، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا او د دواړو خواوو د خلکو د هوساینې او د باعزته سوداګرۍ د ترسره کولو لپاره به له پاکستان سره سوداګریزې لارې یوازې هغه وخت پرانیستل شي، چې د پاکستان حکومت بشپړ ډاډ وړاندې کړي.”
نوموړی وایي، چې دا ډاډ او تضمین دې په راتلونکي کې د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه د دغو دروازو د کارولو مخه ونیسي؛ ځکه سوداګري د پاکستان او افغانستان د خلکو مشروع حق دی او باید زیانمنه نشي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې د دې پرېکړې بنسټیزه موخه د سوداګرو د حقونو ساتنه، د ټرانزیټي لارو ثبات او د خلکو له اقتصادي اړتیاوو سره د سیاسي کړنې مخنیوی دی.
ویل کیږي، چې د دې لارو د بیا پرانستلو لپاره هر ګام باید د متقابل احترام او تلپاتې همکارۍ پر بنسټ پورته شي.
تازه خبرونه
پاکستان د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته له خپلو دروازو اجازه ورکړه
اوس د عوایدو فډرالي ادارې (FBR) او د ټرانزیټ عمومي ریاست ته یو رسمي لیک لېږل شوی، چې د ملګرو ملتونو درې ادارو؛ د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، یونیسف او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اړوند توکو ته د چمن او تورخم له لارې د تګ راتګ اجازه ورکوي.
د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د پاکستان حکومت له نږدې دوه میاشتو راپدېخوا په تورخم، غلام خان، خرلاچي، انګور اډې او چمن دروازو کې د صادراتو، وارداتو او افغان ټرانزیټي توکو د ټولو ګمرکي عملیاتو له ځنډ وروسته افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لېږد بهیر ته اجازه ورکړه.
اوس د عوایدو فډرالي ادارې (FBR) او د ټرانزیټ عمومي ریاست ته یو رسمي لیک لېږل شوی، چې د ملګرو ملتونو درې ادارو؛ د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، یونیسف او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اړوند توکو ته د چمن او تورخم له لارې د تګ راتګ اجازه ورکوي.
په لومړي پړاو کې د خوراکي توکو، روغتیایي تجهیزاتو او د ماشومانو د ملاتړ توکو ټولټال ۱۴۳ کانټینرونه به ولېږدول شي:
د خوړو ۶۷ کانټینرونه (WFP)
د ماشومانو اړوند تجهیزاتو او مرستې ۷۴ کانټینرونهUNICEF) ) او
د روغتیا او کورنۍ خدماتو ۲ کانټینرونهUNFPA) ).
چارواکو ویلي، چې دا پرېکړه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلامآباد کې د ملګرو ملتونو د استوګنې له همغږي کوونکي سره ونیول شوه.
د سپارښتنې له مخې؛ د لېږد بهیر به په درې پړاوونو کې ترسره شي: لومړی خواړه، بیا درمل او طبي تجهیزات او ورپسې د تعلیمي خدماتو لپاره اړین توکي.
اوسمهال شاوخوا ۴۹۵ باري لارۍ په چمن او تورخم کې د تېرېدو پر تمه ولاړې دي، چې ۴۱۲ لارۍ په چمن او ۸۳ نورې په تورخم کې بندې دي.
پاکستانيو چارواکو ټینګار کړی؛ د دروازو پړاویزه خلاصېدا به یوازې د بشري توکي لپاره وي، چې د عادي سوداګرۍ د بیا پیل معنا نلري.
پاکستان په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال کې د ټرانزیټ له لارې له ۱.۰۱۲ میلیارډ ډالرو څخه ډېر صادرات ثبت کړي، چې ۴۲ زره ۹۵۹ کانټینرونه رانغاړي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن شتون او حکومتي نظام له پیله د ناکامۍ په حال کې ول – سیګار
په راپور کې راغلي؛ هغه حکومت، چې امریکا رامنځته کړ« د جرمونو یو پراخ شرکت » و.
د افغانستان بیا رغونې ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) د تازه خپور شوی راپور له مخې؛ د امریکا ۲۰ کلنه هڅه، چې په افغانستان کې یې د یو ډیموکراټیک نظام د رامنځته کولو لپاره ترسره کړه؛ په عمل کې د «یو ستر فساد، غلا او د میلیارډونو ډالرو د ضایع کولو» پر دوراني حالت بدله شوه. دا راپور، چې د ډسمبر پر درېیمه خپور شوی؛ د سیګار د ۱۷ کلنې څېړنې پایله ده.
په راپور کې راغلي؛ هغه حکومت، چې امریکا رامنځته کړ« د جرمونو یو پراخ شرکت » و.
سیګار زیاته کړې؛ امریکا ټولټال ۱۴۴.۷ میلیارډ ډالر د افغانستان د بیا رغونې لپاره لګولي، چې کچه یې له دوهیمې نړیوالې جګړې وروسته د «مارشال پلان» له هغې هم زیاتېږي؛ خو دغو پیسو یو داسې حکومت رامنځته کړ، چې د سیګار د سرپرست ژان الویز د څرګندونو له مخې: «اصلاً د اداري فساد او جرمونو یوه تصدي وه.»
د راپور له مخې؛ امریکا د اوږده وخت لپاره د افغانستان په حکومتي ادارو او امنیتي ځواکونو کې پراخ فساد له پامه غورځولی و.
سیګار د فساد، اختلاس او ناوړه ګټې اخیستنې ټولټال ۱۳۲۷ پېښې ثبت کړي، چې په کې ټولټال ۲۹.۲ میلیارډ ډالر ضایع شوي دي.
سیګار وايي؛ میلیونونه ډالر پر هغو الوتکو، ودانیو او پروژو ولګېدل، چې یا ونهکارول شول یا بې کاره پاتې دي.
رشوت، قاچاق او له بښنې برخمنې کړۍ
راپور ښیي، چې امریکایي او افغان قراردادیانو د رشوت، رسمي قراردادونو او اختلاس له لارې میلیارډونه ډالر جیب ته واچول. ان ځینو کسانو ته له امریکایي استخباراتي ادارو سره د کار کولو له کبله “معافیت” ورکړ شوی و.
د بېلګې په توګه یو افغان سوداګر امریکایي ځواکونو ته د تېلو د قاچاق لپاره ۱.۲۵ میلیون ډالر رشوت ورکړی و. په یوه بله پېښه کې یوې امریکایي جوړې له افغانستان څخه د میلیونونو ډالرو عایداتو مالیات نهول ورکړي.
له وتلو وروسته په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو تجهیزاتو پاتېکېدا
د یاد راپور له مخې؛ امریکا د افغان اردو لپاره پر نظامي تجهیزاتو او جوړښتونو ۳۸.۶ میلیارډ ډالر لګولي دي.
د بېلګې په توګه:
- ۹۶ زره پوځي وسایط
- ۴۲۷ زره وسلې
- ۱۶۲ الوتکې
- ۱۷۴۰۰د شپې لید عینکې
د امریکایي ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې د ۷.۱ میلیارډ ډالرو پر ارزښت تجهیزات پاتې شول. سیګار وايي: هغه ودانۍ، چې ویجاړ شوې ندي؛ ” اوس ښایي د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې وي.”
پټول او د همکارۍ نشتوالی
ژان الویز وايي، چې د څېړنې پر مهال سیګار د امریکایي چارواکو له کمې همکارۍ سره مخ شوی او دغه وضعیت د بایدن د حکومت په وخت کې نور هم بد شو: « دوی پوره یو کال له همکاریو ډډه وکړه؛ نه یې خبرې کولې او نه هم همکاري.»
په مرکو کې ان ځینو پخوانیو چارواکو ویلي؛ دوی له کلونو راپدېخوا پوهېدل، چې په افغانستان کې د امریکا پروژه “له ناکامۍ سره مخ ده.”
په شل کلنه جګړه کې زرګونه کسان ووژل شول
د براون پوهنتون «د جګړې لګښتونه » پروژې د څرګندونو له مخې:
- ۲۳۲۰ امریکایي سرتېري
- ۶۹ زره افغان امنیتي ځواکونه او پولیس
- ۴۶ زره ملکي وګړي
د امریکا په ۲۰ کلنه جګړه کې وژل شوي دي.
د سیګار وروستۍ پایله: “د دې جګړې لګښت له پیسو څخه ډېر و”
سیګار ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن شتون نه یوازې د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی، بلکې پر میلیارډونو ډالر یې ضایع او داسې جوړښتونه یې رامنځته کړل، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په څو ورځو کې بشپړ له منځه ولاړل.
-
سوداگري5 days agoتمه ده نن د تورخم لار پرانیستل شي
-
تازه خبرونه5 days agoد قطر پر غوښتنه مو پر افغانستان پوځي عملیات وځنډول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د آیایسآی هڅې ناکامې دي
-
تازه خبرونه4 days agoبریټانوي ځواکونو په افغانستان کې جرمونه کړي
-
لوبی5 days agoد افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د جذام درملنه بیا پیل شوه
-
نړۍ5 days agoپه کالیفورنیا کې ۱۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
