تازه خبرونه

بیات بنیاد او افغان بېسیم شرکت د کونړ او ننګرهار د زلزله ځپلو مرستې ته ورودانګل

دې چارواکو ویلي، چې دوی په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې په برخه کې مخکښ دي.

Published

on

بیات بنیاد او افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ویلي، چې د دې دواړو بنسټونو د مرستې ډلې د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره کونړ او ننګرهار ولایتونو ته لېږل شوې دي.

دې چارواکو ویلي، چې دوی په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې په برخه کې مخکښ دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ بیات بنیاد او افغان بېسیم مخابراتي شرکت په دې دواړو ولایتونو کې د زلزلې قربانیانو ته د خوراکي توکو کڅوړې، د څښاک اوبه او خیمې لېږلي دي.

د افغان بېسیم شرکت چارواکو زیاته کړې؛ دوی د زلزلې قربانیانو ته مخابراتي خدمات هم چمتو کوي.

دغه راز وایي، چې دوی د زلزلې قربانیانو لپاره د کونړ په نورګل (مزار دره) ولسوالۍ کې د مخابراتي اړیکو یو نوی سایټ فعالوي.

د یادونې ده، چې تېره شپه په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د رښتر پر کچه ۶.۲ درجې سختې زلزلې له کبله ۸۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۸۱۳ نور ټپیان شوي دي.

Trending

Exit mobile version