تازه خبرونه
بیات بنیاد د هرات حوزوي روغتون د ماشومانو څانګه بشپړه ورغوله
د هېواد په لویديځ زون کې د بیات بنیاد استازی سید نور احمد شاه وایي: د بيات بنياد استازي سيد نور احمد شاه ويلي: لکه څنګه، چې معلومه ده بيات بنياد په ټول افغانستان کې خيريه کارونه ترسره کړي دي. لکه په هرات کې له زلزله ځپلو سره مرسته او د افغان بیسیم لخوا د یوه مخابراتي سایټ فعالول. دغه راز په نورو ولايتونو کې هم د طبيعي پېښو پر مهال له خلکو سره مرستې شوې دي.
د هېواد په لویديځ کې د بيات بنياد مسوولانو ويیي، چې د هرات حوزوي روغتون د ماشومانو څانګه، چې ٢٥ خونې لري؛ په دې وروستیو کې د بیات بنیاد لخوا بیا رغول شوې، ورونه او کړکۍ کې رغول شوې دي.
د هېواد په لویديځ زون کې د بیات بنیاد استازی سید نور احمد شاه وایي: د بيات بنياد استازي سيد نور احمد شاه ويلي: لکه څنګه، چې معلومه ده بيات بنياد په ټول افغانستان کې خيريه کارونه ترسره کړي دي. لکه په هرات کې له زلزله ځپلو سره مرسته او د افغان بیسیم لخوا د یوه مخابراتي سایټ فعالول. دغه راز په نورو ولايتونو کې هم د طبيعي پېښو پر مهال له خلکو سره مرستې شوې دي.
د دغه روغتون د ماشومانو د څانګې د پرانیستې په مراسمو کې ځايي چارواکو ويلي، چې دې روغتون ته ګڼشمېر ماشومان د درملنې لپاره ور وړل کیږي.
د هرات ولایت چارسمبالي حیات الله مهاجر فراهي د هرات له حوزوي روغتون سره د بیات بنیاد له همکارۍ هرکلی وکړ او د روغتون د بېلابېلو څانګو د تجهیز په برخه کې یې د نورو زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
د هرات د عامې روغتیا مرستیال غلام احمد حنفي وايي، چې د روغتون بېلابېلې څانګې د ناروغانو د ګڼې ګوڼې له کبله رغونې او بيارغونې ته اړتيا لري.
د هرات حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې مسوول میرویس عابدي ويلي، چې د بیات بنیاد لخوا د ماشومانو د څانګې له بیارغونې سره به تر یوه بریده د دې څانګې ستونزې اوارې شي.
بيات بنياد د هېواد د لویديځې حوزې په بېلابېلو برخو په ځانګړي توګه د بشري مرستو په برخه كې لازمې مرستې كړې دي. د دې سیمې خلک غواړي، چې دا مرستې دوام پیدا کړي.
