تازه خبرونه
بیات بنیاد د پروان له سلګونه اړمنو کورنیو سره دخوراکي توکو مرسته وکړه
د بیات بنیاد د خوراکي توکو ژمنۍ مرستې دا ځل په پروان ولایت کې سلګونه اړمنو کورنیو ته له کړې سروې وروسته ووېشل شوې.
د بیات بنیاد د مسوولینو په خبره؛ دا مرستې، چې اوړه، غوړي او وریجې په کې دي له سروې وروسته پر مستحقو او بېوزله کورنیو ووېشل شوې.
دې خیریه بنسټ تر دامهاله د هېواد پېنځه ویشت ولایتونو ته ژمنۍ مرستې رسولي او په پام کې ده، چې د دې مرستو لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغزول شي.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل خان ویلي: د بیات بنیاد ژمنۍ مرستېهر کال پر اړمنو کورنیو وېشل کیږي. نن مو له یو شمېر ولایتونو وروست خپلې مرستې پروان ولایت ته رالېږدولي او له مخکې سروې شویو مستحقینو ته به ووېشل شي. په دې خوراکي توکو که اوړه، وریجې او غوړي شته، چې ان شاالله په پاتې نورو ولایتونو کې به هم پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.
هغه کسان، چې دا مرستې یې ترلاسه کړي وايي، دا مرستې د ژمي په روانو ستونزمنو شپو او ورځو کې پوره غنیمت دی.
د پروان ولایت مرسته شوی اړمن څرګندوي: د دې لپلاره، چې هوا سړه او د توکو بیې هم لوړې دي؛ نو دا مرسته دېره اغېزمنه ده.
یو بل مرسته شویي هېوادوال ویلي؛ مونږ له بیات بنیاد مننه کوو؛ دغه مرستې په اړین وخت کې ووېشل شوې.
دوی له نورو خیریه بنسټونو هم وغوښتل، چې له اړمنو خلکو سره باید دا مرستې روانې وساتل شي.
د بیات بنیاد مسوولینو ويلي، چې د خپلو مرستو لمن به د هېواد نورو ولایتونو ته هم پراخه کړي.
د یادونې وړ ده، چې بیات خیریه بنسټ تر دې دمه خپلې مرستې د هېواد له ۲۵ حخه د ډېرو ولایتونو اړمنو کورنیو ته رسولي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.