تازه خبرونه
بیات بنیاد د پروان ولایت سیلاب ځپلیو ته د اړینو توکو لومړنۍ ټولګه ورسوله
د پروان ولایت پر سیلاب ځپلیو خلکو د بیات بنیاد د خوراکي او نورو اړینو توکو لومړنۍ جوپه ووېشل شوه.
د بیات بنیاد مرستیال احسان الله آرین زی ویلي؛ د مرستو په دې ټولګه کې اوړه، غوړي، وریځې، خیمې او نور خوراکي توکي شته، چې پر ۱۵۰ سیلاب ځپلیو کورنیو وېشل کیږي.
د چاریکار ښاروال خواجه روح الله صدیقي سیلاب ځپلیو ته له دغو مرستو هرکلی کوي او له خیریه بنسټونو غواړي، چې پروان هېر نه کړي.
Bayat Foundation is rushing emergency aid to the victims of the flash flood in Parwan Province. If you would like to contribute, visit https://t.co/VrSnJRGA2x pic.twitter.com/kJX3OjO5Jg
— The Bayat Foundation (@bayatfoundation) August 27, 2020
د بیات بنیاد مسوولین وایي، نور خیریه بنسټونه دې هم د پروان سیلاب ځپلیو ته خپلې مرستې ورسوي.
سیلاب ځپلي دا مرستې ګټورې بولي او وایي؛ د بیات بنیاد دا مرستې ګټورې وې.
دوی له نورو بنسټونو هم غواړي، چې د بیات بنیاد په څېر یې لاس نیوی وکړي.
بیات بنیاد څه باندې یوه نیمه لسیزه کیږي، چې اړمنو ته مرستې وېشي او په داسې حالاتو کې زیانمنو شویو کورنیو ته په مرستو رسولو کې مخکښ رول لوبوي.