تازه خبرونه

بیات بنیاد په غزني کې سلګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۱, ۱۴۰۰)

 د بیات بنیاد مسوولینو ویلي، چې د دغه بنسټ د ژمنیو مرستو لړۍ غزني ولایت ته رسېدلې او پر سلګونه اړمنو کورنیو د مرستو ټولګې ووېشل شوې.

د غزني ښار خلک له جګړو تازه خلاص شوی او له اقتصادي پلوه سختې ورځې تېروي؛ له همدې کبله بیات بنیاد د ژمنیو مرستو د وېش په لړ کې دا ځل د غزني اړمنو کورنیو ته د اوړو، وریجو او غوړیو یوه ستره ټولګه لېږدولې.

د بیات بنیاد مسوولینو ویلي، چې د غزني تر څنګ تر دا مهاله هرات، بلخ، خوست، کندوز، کندهار او بامیانو بېوزلو کورنیو سره مرستې شوي دي.

چارواکو ویلي؛ د دغو مرستو موخه د اړمنو کسانو لاس نیوی دی او په نورو ولایتونو کې به هم دا مرستې دوام وکړي.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وایي: د بیات بنیاد د مرستو د وېش لړ له هرات، مزار، بامیان، ننګرهار، خوست او پکتیا وروسته دا دی غزني ولایت ته رارسېدلی او ډېر ژر به د هېواد نورو ولایتونو ته هم ورسیږي.           

هغو اړمنو او مستحقو کورنیو، چې دا خوراکي توکي تر لاسه کړي؛ د بیات بنیاد له مرستو خوښ ښکاري. دوی له نورو خیریه بنسټونو هم غواړي، چې په دې سختو حالاتو کې د اړمنو کسانو مرستې ته را ودانګي.

بیات بنیاد هر کال نه یوازې د هېواد په ګوټ ګوټ کې اړمنو او بېوزلو کسانو ته مرستې وېشي، بلکې د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په جوړولو او د څښاک پاکو اوبو ته یې ولسي آسانتیاوې هم برابرې کړي دي.

Trending

Exit mobile version