تازه خبرونه
بیات بنیاد په ننګرهار کې اړمنو کورنیو ته د روژې مرستې ووېشلې
بیات بنیاد د خپلو روژې د مرستو په لړ کې د ننګرهار ولایت له لسګونه اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
بیات بنیاد د روژې په پیل کړو مرستو کې دا ځل ننګرهار له لسګونه بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د دغه بنسټ د ختیځې څانګې استازی عطاالله ساحل وايي؛ دغه کورنۍ يې د يوې رڼې سروې له مخې مسحقې پېژندلې دي.
ساحل زیاتوي؛ په دغو مرستو کې اوړه ، غوړي او وریجې شته، چې پر کونډو او بېوزله وګړو ووېشل شول.
مرسته ترلاسه کوونکي د مرستې له ترلاسه کولو خوښ دي او له حکومتي مسولینو او خیریه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.
دلته د دغه مرستو د ترلاسه کولو لپاره راغلې کونډې او بېوزله میرمنې خوښې دي، چې بیات بنیاد ورسره د روژې په میاشت کې مرسته وکړه.
مرسته تر لاسه کوونکې سیما وايې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ ده او دغه مرستې تر یوه حده د بچیو نس مړولی شي.
پر مرمنو یربېره دغه مرستې يو شمېر بېوزله نرینهوو هم ترلاسه کړي دي.
مرسته ترلاسه کوونکی محمد ثواب وایي، چې حکومت او نور خیریه بنسټونه دې دې ته ورته مرستې وکړي.
د یادولو ده، چې بیات بنیاد په بېلا بېلو وختونو کې له بېوزله کورنیو او د طبعیي پیښو له قربانیانو سره مرسته کوي.